پښتو ادب · شاعران
بی نوم
د بی نوم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
د ږلۍ هېندارهبشپړ شعر ولولئ
د ږلۍ هېنداره
بی نوم
د ږلۍ هینداره
میکدې ته یې محشر په اوږو راووړ
چې زاهد د توبو غر په اوږو راووړ
څه تاثیر ددی د ډیوې په سره لمبه کې
چې پتنګ ورته خپل سر په اوږو راووړ
د آشنا په غم مې کسې داوړه سپین شول
سېل د اوښکو مې نظر په اوږو راووړ
د زړه شمه به یې بله کړمه لار کې
که د شپې مړی سحر په اوږو راووړ
د شبنم ښیښه هینداره د ږلۍ شوه
یوه څاڅکي سمندر په اوږو راووړ
د آفق لمنه سره په وینو ښکارې
تورو وریځو زخمي لمرپه اوږو راووړ
د میرویس جلالزي کمپوز
دلته، جوړه قتلګاه، ده غریبانو
سره غاټول ورته خپل سر په اوږو راووړ