پښتو ادب · شاعران
ګل زمان کوچې
د ګل زمان کوچې پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګل زمان کوچې
د لته بند نه
بې اختیاره چې صنم ورپسې ژاړي
پرهر نه ژاړي مرهم ورپسې ژاړي
په تڼاکو خپو د زړه کعبې نه تاو شوه
بیرته ووته حرم ورپسې ژاړي
شین سپرلی و شنو جامو کې اوړیدلی
هغه لاره هغه چم ورپسې ژاړي
شوه پیغلوټه پښتنې ښوونځی یې پريښود
کرښه نه باسي قلم ورپسې ژاړي
ستا د حسن ملکه به خدای زهیر کړي
ګل زمان په هر قدم ورپسې ژاړي