پښتو ادب · شاعران
غني الرحمان
د غني الرحمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
کتاب که ټوپکبشپړ شعر ولولئ
کتاب که ټوپک
غني الرحمان
كتاب كه ټوپک
غني الرحمان
د خپل ځان په وينو سور په بخت فقير دى
د پښتون په ټغر نوى نوى وير دى
ګاګر سري ماشومان يى وږي ناست دي
د راكټ په زور يى مات د كوټې تير دى
لكه چا وي دواړه سترګې ورتړلي
هم څښتن د استقلال دى هم اسير دى
په پرادى خوله يې باور په ځان يې نشته
د كتاب ټوپك تر منځ دومره توپير دى