د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سېد شاه خروټې

د سېد شاه خروټې پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

اشراربشپړ شعر ولولئ

اشرار

سېد شاه خروټې

اشرار

زۀ اؤس د هر ځه نه بېزار شومه
چی دهرچا د سترګو خار شومه

زه دغاصب حکمرانی نه منم
ځکه منصور غوندی په دار شومه

زه په شېن سترګې له خپل ملکه باسم
خېرکه مښهور زه په اشرارشومه

پرون می مخ دېوشهېد ولېدو
والله چی زه یې طلبګار شومه

ماته جنت دوزخ ډېر مه ېادوه
نورزه له هر ځه خبردارشومه

واربه د راشی لوغړنه اشنا
له فرنګی نه چی اوزګارشومه

زه ده ملا په فتوای ورورنه وژنم
په د ی خبره ګنهګار شومه

زه به دهرظلم بدل اخلمه
چی کله خوب نه رابېدار شومه

د پکتېکا د غرو کوچئ ېمه زه
داسی مه واېه چی د ښار شومه

زه سېد شاه به وطن ځنګه ژغورم
چی په لندن کې دوکاندار شومه

- لندن