د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالبصير وطنيار

د عبدالبصير وطنيار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالبصير وطنيار

گل راته نن خار شو چاته وژاړو ؟
یار راته اغیار شو چاته وژاړم ؟

ما نه یی چی مخ په سالو پټ کړلو
زړه می سم پرهار شو چاته وژاړم ؟

یار چی می د بل تر څنگه ولیدو
غم راباندی بار شو چاته وژاړم ؟

تیر شولو بس عمر ته رانغللی
ژوند ټول انتظار شو چاته وژاړم ؟

نوری اعتبار په وعدو نه کوم
دا څنگه دیدار شو چاته وژاړم ؟

لری شه طبیبه نه رغیږمه
مرگ ته می رفتار شو چاته وژاړم ؟

اوس خو وطنیار په دنیا نشته دی
مینه کی په دار شو چاته وژاړم ؟

د وطن غمبشپړ شعر ولولئ

د وطن غم

عبدالبصير وطنيار

دا وطن ایری ایری شو په هر لور یی هدیری دی
که زلمی دی که زاړه
دی په ژړا یی سترگی سری دی

دا وطن ولی ورانیږی د پردو په لاس لوبیږی
د غیرت ډیوه مو مړه شوه په
مونږ جوړی نن تیاری دی

قتل عام دلته جوړ شوی خوږ وطن مو کربلا شوه
راخوټیږی راخوټیږی دا د
سرو وینو چینی دی

ورځ په ورځ مونږ بتریږو د یو بل پسی جنگیږو
دا د کوم یتیم آزار دی یا د کومی م
ور خیری دی

ماشومان دی یتیمان کړل هم دی میندی کړلی بوری
ای ظالمه ستا د لاسه په هر کور چغی
سوری دی

لږ خو راشه لږ خو راشه چی دروښایمه تا له
چی دا خړ لوگی تری خیږی د افغان په کور لمبی دی

وطنیاره دا څه وشول چی حیران گوته په غا ښ یی
دغه رنگ د اوبو نه دی دا د سرو وینو ویالی دی

اوسمبشپړ شعر ولولئ

اوسم

عبدالبصير وطنيار

لکه د گل په شان ازغو کی اوسم
لکه پتنگ په سرو لمبو کی اوسم

که چا
پوښتنه زما وکړه درنه
یمه افغان زه په درو کی اوسم

زما خوښیږی نه قصرونه د چا
ځوی د افغان یم په خیمو
کی وسم

چی د وطن زخمونه وگورم زه
شمه په چغو په سلکو کی اوسم

د وطن غم دی همیشه ما سره
څه شو
افغان زه په فکرو کی اوسم

غلیم نن راغی او واکدار شو زمونږ
وطن می وران شو گنډوالو کی اوسم

دلته
زما وطن په چغو ژاړی
ځکه نن بیا زه په غمو کی اوسم

څوک شته چی اوښکی زما پاکی کړی بیا
زه خو کابل یم سرو لمبو کی اوسم

زما وطن نه رڼا گډه وکړه
هر خوا غورځیږم زه تیارو کی اوسم

زه ( وطنیار ) یم د وطن په
غم کی
شپه تر سهاره شوگیرو کی اوسم