د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالقدوس مفکور

د عبدالقدوس مفکور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقدوس مفکور

يه ز ما د ميني ياره کومي دشتي ته به و لاړ شو
ځه چه و ځو له دي ښاره کومي دشتي ته به ولاړ شو

دادژمي اوږده شپه کي ستا د حسن په ر ڼا کي
کړو منزل به تر سهاره کو مي دشتي ته به و لاړ شو

اوس د ظلم ځنځير مات دي مو نږه بيا تړلي نه شې
لږ قدم واخله قراره کو مي دشتي ته به ولاړ شو

لکه سوري په قدم کي مخکي مخکي را سره ئي
ده ( مفکور )د غاړي هاره کو مي دشتي ته به ولاړ شو.

هجرتبشپړ شعر ولولئ

هجرت

عبدالقدوس مفکور

نه هيريږې چه له ما نه خوار نصيب درنه جدا کړم
ما
هم هير نکړې جا نا نه خوار نصيب درنه جدا کړم

کله دوه راته ځان ښکا ري کله نيم وجودمي نه وي
کله ورک شمه له ځانه خوار نصيب درنه جدا کړم

ستا يو مو ټي خاوري خدايږو په ملکو نو بدل نکړم

شم در ځار افغانستانه خوار نصيب درنه جدا کړم

د انګليس څخه

وصالبشپړ شعر ولولئ

وصال

عبدالقدوس مفکور

د خپل خوږ وطن به ډيړ وکړي ارمان هغه
چه تير کړې وي دردونه د هجران
هغه
چه پوي نشي د و صال د ژوند په قدر
بيا به وکړي ګزارونه په خپل ځان هغه

په پردي ملکو نو څومره که
ازاد وي
د بندي مرغي په شان به کړي فغان هغه

چه رښتيا پلار نه پيدا ځوي د افغان وي
تل مدام به خو ښوي
افغانستان هغه

د هجران په لمبو څوک چه سوزيدلي
د مفکور ) په شان به سوي کړي بيان هغه

وطنهبشپړ شعر ولولئ

وطنه

عبدالقدوس مفکور

سا تل د فر ض دي په افغان و طنه
ټپي ټپي افغا نستا ن و طنه
ته لکه مور
ئې ز مونږ ؛ کفن او ګور ئې زمونږ
تا به په مينه ساتو،؛ ښکلئ کورئې زمونږ
په هر وګړې باندي ګران
وطنه
ټپي ټپي افغا نستان وطنه
ستا د زخمو نو نه ځار ؛ ستا تا ريخو نو نه ځار
ستا د سيندو نو په ياد ؛ شم ستا
له غرو نو نه ځار
تا ريخ د لوړ دي په جهان و طنه
ټپي ټپي افغانستان و طنه
تانه قر بان يمه زه ؛ با تو ر
افغان يمه زه
وطنه ستا مينه کي ؛ تير له خپل ځان يمه زه
زما (مفکور )دي دا بيان و طنه
ټپي ټپي افغا نستان
وطنه

د انګليس څخه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقدوس مفکور

نه دونه قوم پرسته وه نه دومره وطن پاله
احساس ئې د ويده زړنو قومو کي
اوسیده

د چا په خيال کي نه را تله د چا تري تمه نه وه
شاهين غوندي به تل په جګوغرو کي اوسیده

دڅانګو په سر ناسته وه دګل سره پخوا کي
دمیني د دردونو په نغمو کي اوسیده

جګړې د
افتونوپه لاسونه لولپه کړه
ښکلې مخکې د ځوانانو په خیالو کي اوسیده

نصیب ورته مفکوره ها
مغروه تندئ مات کړ
کنه چیري د پښتون غرور سجدو کي اوسیده

د انګليستان څخه