د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حبيب الرحمن تاثير

د حبيب الرحمن تاثير پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حبيب الرحمن تاثير

نه مو همت له لاسه ور نه حوصله وركړې
موږ كه څو واره د زمري خولۀ كي پنجه وركړې

له ابتدا تر انتها د ژوند په هره لحظه
موږ محبت كړى، موږ ژوند ته ثمره وركړې

هيڅ سپما نه كوو د خاوري د وطن دپاره
ماته دښمن ته مو د سر په بدله وركړې

ژوندي پالو چي د دې مځكي سرلوړي ده په كار
اولس ته مو وينه په همدغه اراده وركړې

موږ همېشه دغه سودا كړې يا ګټه يا زيان
د جنت برخه مو د شونډو په پياله وركړې

د چا دپاره خپل كلتور خرابوو لګيا يو
خپله مېړانه مو تاثيره! په پيسه وركړې