د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شرف الدین ستانکزی

د شرف الدین ستانکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

خدایه داڅنګه سپرلی شوبشپړ شعر ولولئ

خدایه داڅنګه سپرلی شو

شرف الدین ستانکزی

« خدایه داڅنګه سپرلی شو»
خدایه داڅنګه سپرلی شو؟خدایه داڅنګه هواشوه.
چه نه ګل شنډی غوټی کړی نه یی څانګه په نڅاشوه.
نه دهقان دکرسوداکړی نی دخیال ځمکی وترینی
نی دهیلوتخم تیغنی نه ژوندی دبوټوســـــــــــــا شوه
لاهوس یخچه دژمی لادوصل لاری کیل دی.
لادرنوواوروکی پټه زمونږلاره درویاشـــــــــــــــــوه.
له تورخمه، ترواخانه، تورغنډی، ترغلام خانه.
دپښتون په ټغراوربل په نصیب یی واویلاشــــــــــوه.
له خزانه ،ترخزانه زمونږژوند، دسپرلی هیریو
بس همداموبرخلیک دی که خوربه ستارضأشـــــوه.
اوس نړی لکه یوکلی مونږسیوا،سیواځور یږو
ددیورندپه توره کرښه وایی بیله پښتونخواشـــــــــوه.
نه) چه واک دپسرلوهم زبرځواک دنړی واخیست؟
هوری ګل دی زرغونیږی دوری شنه مینه بدیاشوه.
دلیلی له غیږ باد وړی رژیدلی ژیړګلـــــــــــــونه
خدایه سم په پسرلی کی په میوندګډه بلاشـــــــــــــوه
له مارجی نه ترمردانه مومین ډوله شازلمی خوری
دپښتون په کلی ګډه سل سریزه اژدهاشـــــــــــــــــوه.
دوحشت په توروزهروتوګی زمونږدمکتب توری
ماشومانوته بد ګوری په ښونکو یی بلواشـــــــــــــوه
هاله بلخه تربایانوتار یخی هستی یی لوټ کـــړه
خدای خیرکړی کابل ته چه کلچه په الغتاشـــــــــــوه.
دچنار زلمــوتنی می داتـم په تاقــت ر یبی
خد ایه وژغوری داخلک چه یی مخه په پکتیاشــــوه.
ته دعدل شاهنشایی مخـــلوق ستافر مان بردارده
امـتحان دبندګی ده؟ که یوبام اودوه هواشــــــــــــــوه
دوی زمونږدکنړســــیندته درولی لویی ژرنـدی
زمونږجوړنده اوبوکی کاسه تشــــه دسلماشـــــــــوه
زمونږطفل جل وهلی هغوی مست دی دشـــرابو
دزمزم په هیله جام وړی دلته هره مورګداشـــــوه
دوی پرفسق سره ګړبړکړی بولی زماددوزخ ژبه
له کلتورڅخه می بدوړی پوهنتون می دانشګاشـوه
ددوی لوردابابانوپه شاتوری آس سپریږی
زمونږنجل چه ځی مکتب ته وای تاوکړه بی حیاشوه.
ته دعدل لوی پادشاه یی راته سم موداژوندون کړه
بیرته خان صاحب پښتون کړه راته تنګه دادنیاشــوه.
« دغه خوب می راریښتیاکړه»
زماربه، پاکه ربه تاته ښکاری نن می خوب لید
نو رزوخان زمونږمیله وه کامپیرکه ورپخلاشــــوه
یوعجب غندی تغیروه شیطانان بندپه زنجیروه
دښمنان می ټول اسیروه تیاری ټولی شوی رڼاشـــوه
میږی غبرګی لنګیدلی کوچی زاڼی راپه کوروی
قبیلی می خورو ورور وی ټول په ټنګټورخنداشــوه
له مارتن وه جلاسوی مومین ناوی کړه شیرینه
درخانی په مینه مینه آدم خان ته په نڅاشـــــــــــــوه
دخلیل په څیرزملی ولیداور ورته ګلبڼ شــــــو
پسرلی په ټول وطن شوګل ور ینه موصحرا شـــوه
دنوروزدمکتب زنګ وه کړنګیده په مدرسوکی
طالب جان می الف با ویل ګلبشره پکی ملاشــــــــوه
چه دخوپ په بڼه راغی دازمونږدقوم ارزوده
دلته زمونږدهروګړی خدایه دا هیله دعاشــــــــــوه
هرات ۱-۱-۱۳۸۹ شرف الدین ستانکزی