پښتو ادب · شاعران
سپین ټنی
د سپین ټنی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
پښتونخواتهبشپړ شعر ولولئ
پښتونخواته
سپین ټنی
دډیلي تخت هیرومه چې رایادکړم
زما دښکلې پښتونخوا دغروسرونه
چې پخپل منځوکې یو شي ولسونه
څوک یې نشي ماتولی تاریخونه
داپښتون ولس به ټول سره یوکیږي
که ترمنځه یی هم تیرشي زیات کلونه
له وجوده غړي کله پرې کیدی شي
ښه پدې خبره پوه شه اې پښتونه
چې په تن یې ده چاړه درتیره کړې
شه ځیرک خلاصوه ځان لدې جنونه
داخپل نوم دې یوځل بیا درمبارک شه
خوهرڅه درته راوړی نشي نومونه
اوس دې واردی دعرفان توره راواخله
په زړه توره څوک نه ګټي ملکونه
کمپیوټرته دې پښتوورننباسه
چې یوبل ته پکې لیږواېمېلونه
دانګریزداستعمارنامه شوه ماته
دپنجاب به هم ماتیږی اوس سرونه
پښتنې پیغلې به بیا منګي پرسرکړي
لروبرکې به یوځای شي ګودرونه
پوهنتون کې چې مودودخوږه پښتوشي
چلووبه په پښتوخپل مکتبونه
تش دنوم خبره نده اې دوستانو
پښتونخواخلکه ترلاسه کړه علمونه
میلونونه خلک لروبرپراته دي
خونړۍ خبره نده له مضمونه
راشی نن دلته پخپل منځوکې جوړشو
بیا به خپل کړودنړۍ دخلکوزړونه
ای پښتونه زه ګیلې لرم په زړه کې
خوته کړی شې چې راکم مې کړې غمونه
دغموخبرې تیرې دي لالیه
پښتونخواپه ویاړ کړوبه اتڼونه
سپین تڼی به پښتونخواقدرهیرنکا
که لاجوړکړي په لندن کې بلډینګونه
لندن ۲۰۱۰ م داپریل ۲۵