د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

باد شاه مشکور

د باد شاه مشکور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

وږدې زلفېبشپړ شعر ولولئ

وږدې زلفې

باد شاه مشکور

وږدې زلفې فرېشان
اوېزان لکه ماران
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان

************

تار په تار وهي ټالونه
ښکاري سم لکه ګلونه
پسخوي راته خيالونه
زړه زما ترې ګورېزان
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان

************

دا د تورو زلفو جال
چې وږدېږي کال په کال
ما به ګېر کړي يو محال
څه به کړمه يم حېران
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان

************

تورې زلفې ولونه ولونه
د نرګس سنبل ګلونه
شي را خلاسې غرنه غرونه
را ولي په زړه طوفان
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان

************

د وږدو زلفو ګزار
کړم "مشکور" په زړه بېما ر
ورکه شوې رانه لار
يمه کوم خواته روان
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جنان