پښتو ادب · شاعران
عبدالرشبد مخلص
د عبدالرشبد مخلص پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالرشبد مخلص
هغه ځای سوځي چې اور ورباندې بـل دی
هـــــــغه مري چې یې راغلی خپل اجــل دی
د ظالم پـــــــــادشاه پر وړاندې چې ولاړ وي
چې رښتیا وایې همـــــــــــــاغه لوی اتل دی
«کـــــــــــه لــښکرې ور سره وي یکتنها دی»
یکتـــنها نه دی چې لوی خالق یې مل دی
چې غـــــل نه وي له پادشاه نه نـــــه ډارېږي
غل په غـــــــــره کې نه ځایېږي دا متل دی
چې ماغزه یې وي وتلي نوم به یې څه وي؟
که ویښته یې سر کې نه وي هـغه کل دی
چې نه ځان او نــــــــه بل پیژني مجنون وي
مـــــــــعلومېږي چې دماغ کې یې خلل دی
که له غلوڅخه څوک بد وړي نوغل نه وي
چې له هــــــــــــغو سره ګرځي خپله غل دی
چې کري هـــــــغه په رېبي چې هر څـــه وي
خلک وایي: خــــــپل عمل د لارې مــــل دی
د یو څـــــو تنو مـــــزې دي دې هـــېواد کې
نـور ملت له پښونه ګـــوډ له لاسو شل دی
له بــــــهر نه د خــــدمت په نــــــوم راغــــلي
را جــــوړ کړی یې زمونږ د مرګي چل دی
چا له پاسه د بــــــــــــمو باران جـــــوړ کړی
چا اخیستی په مـــــــــــلت پسې کېبل دی
د مخلص وسه هــــــــــــــــمدومره ده یارانو
چې جوړ کړی یې خــــــوارانو ته غزل دی