پښتو ادب · شاعران
حمید ستانکزی
د حمید ستانکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
آرامبشپړ شعر ولولئ
آرام
حمید ستانکزی
کاشکې یوه مځکه وای یوه بله نوې مځکه وای
هلته زه ورتللای په ښکلا کې مې ځان نغښتی وای
هلته وای ګلونه او بڼونه شنه زرغون زرغون
ډلې شپرکې وای چې په دوی کې مې ځان
مښتی وای
سپین ځلانده لمر وای تر زرینو وړانګو لاندې یې
لویه شنه جلګه وای چې مې سترګې پکې مستې وای
یو زه
وای یو مې یار وای نه اغیار وای نه اغراض
دا مې بتکده وای او زه یې بت پرستی وای
داسې شمالونه وای چې موږ یې کې
تاو کړي وای
د مینې یو قاموس وای چې زه پکې نالوستی وای
نفس نفس مې کښلای د احساس لوی ښارونه وای
نه نر وای
او نه ښځې وای ټول فارغ له مرستې وای