د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر محسن هوتک

د ډاکټر محسن هوتک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

هلته لرې يوه مور ژاړيبشپړ شعر ولولئ

هلته لرې يوه مور ژاړي

ډاکټر محسن هوتک

هلته لرې يوه مور ژاړي
ځوى يې راغلى ترينه دلته
هغه ناسته ده يواځې مدام ژاړې
څوک يې نه وه په دې لويه دنياګۍ كې
يو يې ځوى، يو يې خاوند درلوده
خاوند ترې خداى ځوى ترې چارواكو واخيست
ورته ويل يې هلته تللی ده طالب وژني
زمونږ دښمن وژني
القاعده هم ورسره ټول كور په كور وژني
خو د شين سترګې ځلمې مورې تا ته وايم
هغوى ټول په غرو او دښتو كې دي
دا خو ما وژني
زما د كلې ماشومان، ميندې او خويندې وژني
ته په خپله يې هم ګرمه
خو اوس مور يې څه به وايم
نه! نه! ته نه!
چارواكې ډېر ظالم دي
رښتيا ته خو مور يې ظلم نه كړې
تاته وايم! دلته نشته څوك چې غږ پرې وكړم
ګوره! هلته خو ستاسو ملك كې خپلواكې ده
ډيموكراسې ده
ولسواكې ده
پورته شه خپل غږ اوچت كړه
ځوى دې دروغواړه خپل كور ته
خو! خپه نشې ته خو مور يې
ځوى د لوى كړى هسې نوم پرې ایښی د انسان ده
زره تربيه يې نشته هسې ژوى ده راغلى
خو قسم په رب ته يې مور يې تا ته وايم
ځوى دې درخپل كړه لږ يې پوه كړه چې انسان شي
ګوره! ځوى د ظالم ده ستمګر ده
زما په كور يې رادانګلې
پوښتنه نه كوې وحشې دی هر څوک وژني
آخر خو ته هم مور يې !! ولې ورته نه وايې
دلته يې ډېرې ناوې كړلې كنډې او ميندې بورې
بيا يې درته وايمه، اعلان كومه
زما خو هسې كور ويجاړ ده
نه يې ور نه يې ديوال شته
د ځلمي مورې! زما وڅ نشته چې ودان يې كړمه
ديوال يې لوړ او اغزن سيم ترينه راتاو كړمه
پخوا تر ده نور هم څو ځل دلته راغلې
پاتې نه دي په دې خاوره، مات شوې شرمیدلې په نړی کې
نو ته راشه نورې منیدې درسره کړه
زما پدې بې وره كور كې
د هغو نورو كړنې له نژدې وګوره
دلته يې كور په كور وژني وکړې
ظلم او ناتار یې وه جوړ کړی په دې خاوره
ډېرې ميندې يې كړې بورې بچې يې يتيمان كړل
هسې خزان وه چې راغلى ټول ګلان يې راته وچ كړل
په دې يې چيرته زړونه يخ شول
ډېر يې بي لاسه بې پښو كړل دلته
نور به دې څه خبروم!!
دا مې څه عذر نه ده
هسې نه چې بوره پاتې په دنیا شې
بيا خو ته یواځې یې! نه لور او نه لمسی لرې
ځوى د درخپل كړه
ماته هسې پردى ښكارې
پردى خو ځكه ده چې ما وژني او زما د کلې ببر سرې ماشومان وژني

دوشنبه 04:33 am