د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عايشه رڼا مومند

د عايشه رڼا مومند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

چېرې مه ځه بې له مانه !بشپړ شعر ولولئ

چېرې مه ځه بې له مانه !

عايشه رڼا مومند

( دا ته څه شولې جانانه ما له ځانه سره يوسه
چېرته مه ځه بې له ما نه ما له ځانه سره يوسه )

څاڅکي څاڅکي شه بارانه ما له ځانه سره يوسه
چېرته لرې له جها نه ما له ځانه سره يوسه
يوه لويه هدېره مې په ګوګل کې کړه راجوړه
چېر ته لرې له ارمانه ما له ځانه سره يوسه
نن بېړۍ د ارمانونو توپانونو سره مخ ده
د موجونو له دنيا نه ما له ځانه سره يوسه
بيا مې زړه کې په څپو ده د جانان د سترګو مينه
د جانان د فکر ټاله ما له ځانه سره يوسه
په تيارو کې مزل ګران دی دا رڼا درسره واخله
( چېرته مه ځه بې له ما نه ما له ځانه سره يوسه)

د ښاغلي اټک د يوې غزلې پر ځمکه

کله کلهبشپړ شعر ولولئ

کله کله

عايشه رڼا مومند

بل دې شي اور خو راځه کله کله
زما په لور خو راځه کله کله
زما د مات زړګي په ورکو لارو
لږ شه ټکور خو راځه کله کله
د کلي خلک دې سل ځلې راکړي
راته پېغور خو راځه کله کله
لکه بنګړو غوندې خبرې کوه
يو څه په شور خو راځه کله کله
ستا د راتلو سره ګلان غوړيږي
خدايږو لږ نور خو راځه کله کله
خير دی رڼا د زمانې په خاطر
د زړه په زور خو راځه کله کله

چا وه نه ليدمبشپړ شعر ولولئ

چا وه نه ليدم

عايشه رڼا مومند

د نظر پاڼې مې ايرې شوې خو چا وه نه ليدم
په هره خوا خورې ورې شوم خو چا وه نه ليدم
تلمه راتلمه د زمان په کګلېچو کې ورکه
څومره مې ستړې حوصلې شوې خو چا وه نه ليدم
ماته د يار د تورو سترګو د نظر تماشې
مازې په زړه کې خاطرې شوې خو چا وه نه ليدم
ما د زړګي ګلان ويده کړل د ازغو لمن کې
رنګ مې په وينو کروندې شوې خو چا وه نه ليدم
زما ګرېوان کې لوې لوې قافلې ورکې شوې
رڼې د اوښکو سلسلې شوې خو چا وه نه ليدم
زما رنځور زړګی د مينې په سلګو ستړی شو
په اور کباب زما اسرې شوې خو چا وه نه ليدم
يا ده دنيا سترګو (رڼا) ما نه غلا کړي ډېوې
که د ازل تيارې تيارې شوې خو چا وه نه ليدم

چې مینه نه ويبشپړ شعر ولولئ

چې مینه نه وي

عايشه رڼا مومند

زه یم د تورو شپو په غیږ کې ورکه
زه د زمان په ناکردو کې ورکه

زه ناوکۍ د زمانې دلاسو
کله خندیږم یا ژړیږم ولې ؟

زه یمه ښځه زه یو شرم یمه
زه یم دکور او یا د
ګور لپاره
زه هغه چیغه یم چې غږ نه لرې
زه هغه اوشکه یم چې ورکه په مخ
یا دګریوان په لور روانه یمه
زما
ارمان یوې بڼګې په شان
په مخ دباد لرو ځایونو وړي
ښځه پیداده تل له عیبه سره
ښځه د کور او یا دګور لپاره

زما په خوله ډیر فریادونه پراته
زما په زړه واړه غمونه پراته
زما په ژبه ګیلې ډیری دینه
د زړګي بڼ مې
نن غمو وچ کړی
زما د سترګو په دریاب کې ورله
ډک له سلګو نه بارانونه دینه
دا بارانونه مې د زړه د هیلو

دا للمو ګلو ته اوبه ورکوي
زه یمه خور زه یمه مور د یو چا
نه یمه شرم نه پیغور یم د چا
زه بل څه نه زه
ستا ملګری یمه
زه یم مشال ستا د تیارو د لارو
زه په سړو سړو فصلو د ژوند کې
ستا د جونګړې د اورونو نغري

وایې چې ښځه ده بلا د هر کور؟
زه یم بلا ستا د ژغورنې یاره
ستا پرهرونو ته ته ټکور ورکوم
زه ستا په شا کې
په دې اوږد مزل کې
تا سره ځم د ژوند مزل تیروم

د هوسونو په اورو کې پخې
زما دزړه ټوټې کباب جوړوي
که
په ریښتیا د رته ګویاشم ګله
هر سرګزشت مې یو کتاب جوړوي
وایه تر څو به یمه ګونګه کیسه
وایه تر څو به
کړیدلې یمه
د زړه ګوګل کې تر مدامه پورې
وایه ترڅو به ژړیدلې یمه
زه رابعه زه عایشه یادیږم
زه یمه ښځه
زه نسیم د سبا
زه یمه ښځه ستا د ژوند ملګرې
ولی په څه د کور یا ګور لپاره

ما خپله غیږ کې اتلان روزلي

ما لوړ نومونه د زمان روزلي
زما ژړا ته اسمانونو په سلګو ژړلې
زما په مینه کې ته شک مه کوه
زما نومونه
د تاریخ په انګازو کې پراته
ما د ې روزلي د رزمونو بچي
څوک مې ناهیده څوک ملاله څوک نازو بولینه
زه یمه
خور زه یمه مور زه یم د ژوند ملګري
ته په دې پوه یې بې له تانه په ما څه تیریږي؟
زه ستا ملګرې د دردونو یمه

زه په ناوړه طوپانود ژوند کې
بیړۍ د مینې تر ساحله وړمه

زه مريي نه یم ته ما مه خرڅوه
زه یم انسان
زه دسودا نه یمه
زه خو دشرم او خندا نه یمه
زه فاطمه او زه مریم یادیږم
زه یم سپوږمۍ د تپو تورو خوارو

راشه ته واوره نن زما له زړه نه
زه یمه ګل د پسرلو دمینې
زه یمه رنګ د شین اسمان صنمه
زه یم نورلکه
باران وریږم
بې له بارانه اشنا نشته سپرلي
بې له بارانه اشنا نه شته سپرلي
بې له سپرليو نه مینه نه وي اشنا
او بیا؟
چې مینه نه وي نو ژوندون به څه وي؟

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عايشه رڼا مومند

ستا ناکردو يمه پر زړه ويشتلې
ياره يادو يمه پر زړه ويشتلې
چې
په خوله يو او پر زړه بله کوي
داسې پښتو يمه پر زړه ويشتلې
چا نه ګيله چا ته ګيله وکړمه
خپلو پردو يمه پر زړه ويشتلې
مړوند به جوړ ي شي خو د يار د لاسه
ماتو بنګړو يم
ه پر زړه ويشتلې
خدايږو چې روغه به رڼا شم کله !
د چا بڼو يمه پر زړه ويشتلې

د امريکا م
تحده ايالات