د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حبيب الله بختيال

د حبيب الله بختيال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

هايکوګانېبشپړ شعر ولولئ

هايکوګانې

حبيب الله بختيال

ما ويل پيره زه دې هم مريد يم
ويل يې خوار شې رانه لرې ګرځه
هسې نه ما پسې طنزونه جوړ کړې

ويلې په مينه مې مړه کړه ګرانه
ما ويل موږ په خيټه نه يو ماړه
او ته په مينه مړوې رانه ځان؟

د سپينې خولې ذکات يې نه ورکاوه
په بله ورځ چې مې ليدله ليلا
په غبرګو شونډو وه لړم چيچلې