د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکتر عبدالله روان

د ډاکتر عبدالله روان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

وطن که جانانبشپړ شعر ولولئ

وطن که جانان

ډاکتر عبدالله روان

د اوښکو سيلابونو مي ګريوان ته مخه کړې
د کله نه چې فکر مې جانان ته مخه کړې
زما د بڼ بلبل د وچکالۍ نه وير ژړلې
نړۍ د اسمان وريځو تل باران ته مخه کړې
په نس باندې موړ نه شومه په ولږه کې زورېږم
قسمت مې د پرديو دسترخوان ته مخه کړې
لاسونه لرم ، سترګې لرم فکر راسره دې
خوتل مې لاس نېولې ټول جهان ته مخه کړې
دابرخې ازلي دي او که مونږه ګناهګار يو
چې تل مو د يو بل کلي کوم خان ته مخه کړې
دهيلو غوټۍ مړاوې شي بيا وچه شي ګل نشي
فصلونو اتفاق باندې خزان ته مخه کړې
يو ښه ماليار پکار دې چې دګلو تپوس وکړي
په چپه خوله تر عمره مو تاوان ته مخه کړې
ولس مې ناپوهۍ او خودخواهۍ بې حسه ګړې
کشتۍ مې ګردابونو او طوفان ته مخه کړې
انجام ته يي حيران يمه دعا ورته کومه
روان ځکه لاس پورته پاس اسمان ته مخه کړې

ميلمانهبشپړ شعر ولولئ

ميلمانه

ډاکتر عبدالله روان

دردونه ميلمانه دي او دردونه ميلمانه دي
دزړه سره مې تل مدام غمونه ميلمانه دي
د هر بدلون په طمعه خوشالي که شي نصيب
چې سترګې کړمه خلاصې کړاوونه ميلمانه دي
زما په اوبو سپين سبا په کوز کلي کې جوړدي
زما په برخه تنده ، تورتمونه ميلمانه دي
ميلمه ،ميلمه پالنه کې مشهور يم په دنيا کې
واکدار زمونږ د کلي خو عمرونه مېلمانه دي
دنيا کې خوشالي ده ابادي ده خپلواکي ده
زمونږ د خوار نصيبو تل جنګونه مېلمانه دي
اصيل ځوې ېي راوړې د ميرويس نيکه لمسې يم
زما د کونډې مور ځکه ويرونه مېلمانه دي
روان ېمه حېران چې اوس د چانه ګېله من شم
فکرو سره مې ځکه تشويشونه مېلمانه دي