پښتو ادب · شاعران
ذبیح الله وګړی
د ذبیح الله وګړی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
پښتوبشپړ شعر ولولئ
پښتو
ذبیح الله وګړی
چې پښــــــتو ته مې خدمت کړي اتلان دي
په پښــــــــــتو چې افتخار کړي افغانان دي
که اوه شــــــــــــیان یي ټول وي قبول کړي
چې پښــــــــتو یي ایمان نه وي کافران دي
که هر څو په اطـــــــــاعت کې نومیالي وي
چې پښــــــــتو منلی نه شي جاهلان دي
چې یي مال دولــــــت وي هر څومره ګتلی
چې پښـــــــــتو ګتلی نه شي خاینان دي
که هر څومره وي کوچني چې پښتو کاندي
په قامــــوس د انسانیت کې دوې لویان دي
که پښـــــــــتو مې د دفتر او د معارف کړي
پښـــــــــــــــتانه به وایي دغه با توران دي
غلیمان چې پښــــــــــــتانه دوزخیان بولي
پښـــــــــــتانه په دې دونیا هم جنتیان دي
زه“وګړی” خو به په هر ځــــــای کې دا وایم
چې پښــــــــتو او پښتانه راباندې ګران دي