پښتو ادب · شاعران
ګلالۍ طوطاخيل
د ګلالۍ طوطاخيل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
د سولې نغمه ګر ېبشپړ شعر ولولئ
د سولې نغمه ګر ې
ګلالۍ طوطاخيل
څه بی خونده زندګي ده څه بی رنګه زمانه
څه د غم او دردوختونه په مطلب شو يارانه
يو وطن خرڅوي بل ته بل د غمه ديوانه
يو تل ژاړي بی وسو ته بی جونګړه اشيانه
بياسوالګره شوه دسولې ډيرغموکې ديوانه
سل توبه توبه ده خدايه خپل قسمت کړم بيګانه
اې د سولې نغمه ګرې ډيوې بيا په نڅا راوړه
ماته بيا د سولې غږ شه ګلالۍ ته مستانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګلالۍ طوطاخيل
ماته د خپل مينې جهانونه دونيا راکړه
وه پرديسې هيلو ته مې نوې تمنا راکړه
ستاپه محبت کې سودايې دکلی زه شومه
ای په ځان مغرورې راته ته خپله وفا راکړه
ته د تمدن او ترقي د همت نښه يې
ماته د ننګونو دتاريخ يوه ښکلاراکړه
ستادايرادې تکل مې کړيده ډاډه اوسه
ته دسولې غږ او در اتلو زيرۍ په ما راکړه
ستا ګلالۍ ستا دلارې مل ده وار خطا نه شې
ته په مخه درومه په تيارو کې يو رڼا راکړه