پښتو ادب · شاعران
عتیق زی
د عتیق زی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عتیق زی
لکه باران راوریدلې تورو شپو کې
پر دعاوو مې لمانځلې تورو شپو کې
د ښایست سندرې ګرمې له مطربه
په نڅآ کې توییدلې تورو شپو کې
د رڼاوو جام مې مخته په کتو سو
زما اوښکې څڅېدلې تورو شپو کې
سپینې ګوتې یې لوبیدلې په ګرېوان مې
د بیلتون سوې نارې وې تورو شپو کې
د ښاپیریو هم د اوښکو امیل وشلید
ورپه یاد مې افسانې سوې تورو شپو کې