پښتو ادب · شاعران
جاويد مومند
د جاويد مومند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد مومند
خپل وجود ته چې ستنېږم کله کله
په جامو کې نه ځايېږم کله کله
ائينه کې راته ښکاري د چا سترګې
د چا حسن کې ورکېږم کله کله
په وصال دې لکه ګل تازه تازه يم
په هجران کې دې رژېږم کله کله
يو جنون دى چې مدام راسره مل وي
بس ځواني ده نشه کېږم کله کله
يو هوس مې دى په لوړه ارتفاع کې
د چا خيال کې چې غورځېږم کله کله
د چا مينه دومره زياته شي ((مومنده)
سمندر شي بس ډوبېږم کله کله
په تروږمۍ کېبشپړ شعر ولولئ
په تروږمۍ کې
جاويد مومند
سترګې وغړوه ښې په تروږمۍ کې
ته چې کوم طرف ته ځې په تروږمۍ کې
زړه د هر چا په ښکلا باندې مين دى
راشه زده کړه فلسفې په تروږمۍ کې
څوک د جهل په تيارو باندې خوشحال وي
د چا زړه کوي لمبې په تروږمۍ کې
د اسمان په کټ کې ستوري سره ناست وو
نڅېدلې به ډيوې په تروږمۍ کې
د چا خيال وه د چا فکر د چا مينه
ګرڅرځولم به يې د شپې په تروږمۍ کې