د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ذبیح الله شریفي

د ذبیح الله شریفي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

جنګبشپړ شعر ولولئ

جنګ

ذبیح الله شریفي

د هر چا زړه ډیر تنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
هر خواته مو جوړ تورتم دی
له زړو مو وینی روانی دی
د هر چا زړه مات قلم قلم دی
د خوارنو غریبانو ژړاګانی دی
نیولي مو د دردونو زنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
هر رنګه خبګیان راته اړم دی
په سر مو ولاړ تور مرګی دی
هر وخت ملګری راسره غم دی
دلته د کوڼډو یتیمانو زګروی دی
وطن ټول ملنګ ملنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
په هر چا خپور د ډار وهم دی
هر عفت مرض په مونږ راوری
ټول وطن مو لګیدلی په بم دی
ویجاړدی هر لور ته چی ګوری
هر کور کلی په وینو رنګ دی
په وطن مو روان جنګ دی
غدار ایجینټ زمونږ واکدار دی
د ژوند خوښی راحت نه شته
پردی خلک زمونږ پیردار دي
دلته د حق ویلو جورت نه شته
ځوانان که زاړه ړنګ بنګ دي
په وطن مو روان جنګ دی
دلته قاتیلان ظالمان مشور دي
هر چا باندی یی لاس بر دی
جوړ کړی یی شور ماشور دی
هر څوک روان په خپل سر دی
ورکړی مو هرعزت او ننګ دی
په وطن مو روان جنګ دی
هر چا راباندی نیښلولی چور دی
خدایه دا سر رنګه ژوندون دی
په مونږه بد حال بل سور اور دی
جوړ یو عجیب شانته جونون دی
په جنګونو وطن مو بدرنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
خدایه د هر افغان دغه ارمان دی
په وطن مو غګ د صولی راشی
زما ذبیح لله دغه دعا دا ارمان دی
په وطن د خپلواکی رڼا ګانی راشی
ورک د هر خوشحالی شړنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی

دشهید اختربشپړ شعر ولولئ

دشهید اختر

ذبیح الله شریفي

اختر ده د شهید کور خپه ده
هر څوک میلمه پالی کړه
اختر ده دنیا خوشحالی کړه
ما شومان خپل کالی غواړی
خپلی توهپی پیسی غواړی
مور پلار موبارکی غواړی له
خلک یو بل سره میلی کړه
اختر ده دنیا خوشحالی کړه
د شهید ماشوم پلار غواړی
په ژړا یی له مور غواړی
وایی زړه می چکر غواړی
د شهید کور سره غم سیالی کړ
اختر ده دنیا خوشحالی کړه
د شهید په کور کی توره شپه ده
موریی له ډیره غمه چوپه ده
پلار یی له ډیر خپګیانه خپه ده
دښمنه خدای د پښی شلی کړه
اختر ده دنیا خوشحالی کړه
خوندی ژړا کړی ورور نه شته
کوڼډی وایی خاوند کور نه شته
د ورور زړګی کی زور نه شته
خدایه تی درد ژړا غلی کړه
اختر ده دنیا خوشحالی کړه
اختر یی ټول په غم تیریږی
یاد یی په زړه قلم قلم تیریږی هر
خدایه په دوی لوی ستم تیریږی
خدایه ته دا زړونه تسلی کړه
اختر ده دنیا خوشحالی کړه
دا زړونه هم زور غواړی
خدایه لیږ څه ټکورغواړی
دا چوپتیا هم څه شور غواړی
خدایه تی د غم ډویی ګولی کړه
اختر ده دنیا خوشحالی کړه
خدایه ته په هر تر حوم وکړه
په دعا د ذبیح الله په رحم وکړه
خدایه ته چاره یی د هر غم وکړه
تور مرګی به وران کلی کړه
اختر ده دنیا خوشحالی کړه