پښتو ادب · شاعران
حاجی محمد اسحق امانزی
د حاجی محمد اسحق امانزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
سوادبشپړ شعر ولولئ
سواد
حاجی محمد اسحق امانزی
سواد څومره لوی نعمــــت د ی هره ورځ پر ځلیدودی
علم څومره پر مخ تلـــلی هـــــره ورځ پر پخیـــد و دی
که دعــــــــلم ډیـــوه واخلی ستا ومــــخ ته تــــل ځلیږی
که څوک ځان په دغه پوه کړی دچا مخ ته مشعل کیږی
ته په علم ځان رڼا کړه د ســـــیواد کــــچه دی لـــــوړه
عـــــملی ګامونه واخـــله تجــــربی سطحه دی لــــوړه
که پر خپل ځان متکی شوی ستانــه بیا لــــو توقــــع ده
په تعلیم کی لوئی مه کړه چی دنورو لـــو رجـــــوع ده
لویه هیله ستا نه داده پرخپل علـــــــم تکیــــه وکــــړه
په هر شی چی خبر نه ئی باور ډیر پر نور څه مه کړه
که دی لږمرسته په وس وی سپموه ئی مــه هیڅکــــله
داد علم ښه تعریف د ی تجربـه ئی کــــــړه تــــه کــــله
دوطــن حالت ویجـــاړ دی دښمنــــان په توطــــئو کی
زمـــوږو خلــــــګو تــــه ضرورده اتحـــاد په ولسوکی
څوک به دغه کارتنظیم کـــړی دادچامســــئولـــیت دی
که عالم ئی کـــه کارپوه ئی دغــــه ستامســـــئولیت دی
چه په دغه بده ورځ کـــی ســــتا اواز نه پــورته کیږی
علم واچوه په جیب کی ښه خــــوبونــــه کــــورته کیږی
ماته ډیرعجبه ښکاری څـــــوک چی کــړی غټی خبری
یا سړی دومره مصروف وی نه کوی دوی دری خبری
ستا دعــــلم فایده څه سول ستا پـــوهی دڅـــه لـــه پاره
امـــانزی پـــــه دغــه فــــکر د ولـــــس دزړه لپـــــاره
ناروی ۱۲ـ۰۲ـ ۲۰۱۱
د ډ یورند جرګې تهبشپړ شعر ولولئ
د ډ یورند جرګې ته
حاجی محمد اسحق امانزی
د ډ یورند جرګې دقدر وړ مینه والو او ګډون کوونکو ته پیغام
سلام سلام هزار سلام:
ای پښتونه راولاړ ســـــــه نــــن دی وار دی
خوب دی بس ده را بیدار سه نـن دی واردی
دغیرت چیغه اوچت کـــړه پـــــه جهـــان کی
پښتون ځوانه ډیرهمت دی ستا په ځــــان کی
قربانی تــه ته ځان تیارکــړه نـن دی وار دی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
دوحشت تـــوفـــــــان تـــــرسره رسیـــد لی
دهر ځوان زړه تر کــــوګــــله پړ سیـــد لی
ته دخپل ځـــان په اختیار سه نـن دی واردی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
هــد یروکی دنیـــکونـــــو ټــــــول هـــډونـــه
دمیــونــــد دشهیــــدانـــو ټـــــول قبــــرونــــه
ټول ورانیږی لږپـــــه کارسه نـن دی وار دی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
اتحـــاد اوپیــــوستون تــــــه نـن محتـــــاج یــــو
د نــــفـــــاق دبــــــرکــــته نـــــن تـــاراج یـــــو
لــــږپــــه فـــکرداغیـــــار سه نـــن دی وار دی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــــــن دی واردی
ارمانــــونه دنیــــکونــــوپـــــــه قـــبــــرو کی
راژوندی کړی یوځل بیا په هــــد یرو کـــــی
دپښتون تر هیلو جــــار ســـه نـن دی وار دی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
دهــــمت هیــــله وتـــاتــــه پښتــــون وروره
که غفلت سی ورک به ټول سو کور له کوره
قهرمانــــه را هوښیار ســـه نـن دی وار دی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
ډیورند جرګه لوی زیری ټول پښتـــون تـــه
نـامــور پـه دی اختــــه دی پیـــوستون تــــه
پاک سبحان دی مد دګارسـه نـن دی وار دی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
تاسی ویاړ زموږ دتاریخ زموږدهیواد یاست
تاسی ستـــړی په ارمان داتحـــاد یــــا ســـت
هرپښتون ته افتـــخار ســـه نـــــن دی واردی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
پیـــوستـــون دهر ولـــس بشـــردوستــــی ده
پــــه ملی وحــدت کی ژونـــد د موکراسی ده
امانـــزی سره پرلار ســـه نــــن دی وار دی
ای پښتـــــونه راولاړســـــه نــــن دی واردی
ناروی۱۷ـ۰۴ـ۲۰۱۱
نفــــــــــــــــا قبشپړ شعر ولولئ
نفــــــــــــــــا ق
حاجی محمد اسحق امانزی
دنفاق زڼی پاشلی په هر ګوټ کی لیدل کیږی
په هرځای کی دئ شیندلئ په ډیرو کی لیدل کیږی
داتیره وسله دچا ده چه په زهرو ده لړلی
پریوه انډی چی پروت وی په بل کنج کی تړل کیږی
ډیر هو ښیار بی اندازی دئ فریبکار بی وسیلی دئ
دهر چا پر خوی جوړ شوئ په هر ښار کی منل کیږی
په وروری درته نږدی شی ترخپل قوم درته ډیر خوږ شی
ټول قدرت د ده په لاس کی خوهیڅ نه پیژندل کیږی
ګا هی په شکل د مکروب شی په رګو نو نــــنوزی
په دماغ کی پیچکاری سی په صحبت کی اتل کیږی
بد بینی د ده مسلک دئ دکور جنګ د ده عا دت دئ
که د وینو بهیدل وی په دی ځای کی ټپل کیږی
کور جنګی کی ډیر خوشحال وی د قومونو بدی غواړی
که سرونه سره مات سی دئ هغه کورکی شـــل کیږی
ډاکټران ورته عاجز دی هوښیا ران ځنی په وام دی
دتشخیص امکان ئې لږ دئ خپل په رنګ کې بدل کیږی
ګاهی عالم وی ګاهی سیا ست سی یا دا نا دهر مسلک سی
که یوځای بیمار دمغز وی په مغزو کی دا خل کیږی
دئ مطلب موږ ئی مطلوب یوپه مرام سره اګاه یو
ځکه دئ بیغمه ناست دئ خپل هدف کی کامل کیږی
نه پو هیږم دکوم ځای دئ خو پر هر کلی باچا دئ
ښه ګلان ئی دی کرلی په بویو کی اټکل کیږی
په طالع کی زورور دئ هیڅ خنډ نه وینی په مخ کی
چلوی دې تر قیامته چی په زړه کی لیکل کیږې
دغه زما لو عقیده ده یاپه زړه کی می عقده ده
تا حتمی وینم ناکامه پر الله می تو کل کیږی
ناروی ۲۰ـ۰۱ ـ۲۰۱۱
میرمنبشپړ شعر ولولئ
میرمن
حاجی محمد اسحق امانزی
لکه ستورئ داسمان چی دفلک پر سر ځلیږی
میرمن هم یوه ړنا ده دنړئ پرسر ځلیږی
ائ میرمنی غیرتمنی ستا عزت ته زما سلام دئ
عزتمنه پښتنه ئې ستا همت ته زما سلام دئ
خدای درکړئ لوی طا قت دئ مهربا نه تر هرچائی
ستا دعاوی داخلاص دی قدرمنه پر مولا ئی
دغه ټوله عالما ن چی په نړۍ کی نـن اوسیږی
ډیره ستا مینه پر دوی ده ستا په غیږ کی نـن غټیږی
ته لایقه دګلا نو هره ورځ ډالۍ وتاته
کومکی ته دهر چائې هره ورځ زارۍ وتا ته
کله جوړه زر غونه سی پښتنو ته لو انا سی
یا ته جوړه ملا لۍ سی ازادۍ ته لوی غوغا سی
افتخار ئې دنسلو نو همیشه دقدر وړ ئی
دافغان وکورته ګوره همیشه ورته سره زر ئې
تاریخ ټول په تا ویا ړیږی نازولی دی بچیان دی
ثمره ستا دهمت ده که واړه که لوی ځوانان دی
پښتنی میرمنی ګوره دغیرت چیغه ئی پورته
که هر څومر لوی ښکیلاک وی دهمت ناره ئی پورته
خدای دی تا لری نیکمرغه ته لایقه دجنت ئی
امانزئ په تا ویا ړیږی زموږ دژوند ته برکت ئی
ناروی ۰۳مارچ ۲۰۱۱
ځوانیبشپړ شعر ولولئ
ځوانی
حاجی محمد اسحق امانزی
دافورمول دژوندانه دئ پرڅو برخو ویشل کیږی
هر دوران دژوند معلوم دئ پرڅو برخوا ټکل کیږی
هره برخه طلائی ده پنځه ټا پ ډیری اړینی
یو دمور دشیدو حال دئ چی په خپله نه شل کیږی
ښه دوران دماشوم توب دئ مغز او سترګی سی روښا نه
بیا یوبله ښه دوره ده چی ځوانی مکمل کیږی
ورپسی دکار دوره ده خلګ ډیر شوقی د کار وی
دپاخه عمر دوران دئ تجربه لږ حاصل کیږی
وروستئ ژوند دزهیری دئ چی سړئ په کښی بوډا وی
ماته هم یوه پوښتنه دځوانی څه اټکل کیږی
زه چی ځوان وم زما پیاد دی ډیر خیا لونه او فکرونه
کله جوړه به کلا سول یا ګلونه کرل کیږی
یو وړه پوښتنه داده چی ځوان څوک دئ
څه کوی اوڅه مرام د ده خپل کیــــــږی
ډیر فکرونه ودی اند ته لږ په چرت دی
ځکه هر ډول تفصیل ور کول کیږی
زما باور په دی نظر چی ځوان هغه دئ
چی دمور او پلار خدمت ته منل کیږی
ښه اخلاق ښه رویه ښه ئی کردار وی
د بیوزلو یتیمانو معیو بینو محتا جا نو مشعل کیږی
دئ روان دصدا قت پر اوږده لاره
مخالف د ټول ناوړو فسا دو نوعمل کیږی
احترام دمشرانو اوسپین ږرو ډیر ضرور دئ
که په دغه څوک پوه نه سی ترټل کیږی
ډیر مهم په ژوندانه کی یو هدف وی
داهدف په لوړو زده کړو حاصل کیږی
که پخپله هوښیارنه وی په یو کار کی
مشوره د خپل بابا اخیستل کیږی
تول امید د ده پر توان او پر مټه دئ
که سهار تر ماښام کار نه ټنبل کیږی
شکایت او ذونګ ذونګئ نه ورته ښائی
په هر کار کی ښه او بد پیژ ندل کیږی
څوک ښه ځوان دئ چی ځوا نی ږغوی ډیره
هغه ځوان چی دوطن په غم تل کیږی
که دخپل ولس دردونو ته پام وکړی
داحتمی ده امانزیه چی ولس ته منل کیږی
حاجی محمد اسحق اما نزئ
ناروی ۰۳مارچ ۲۰۱۱