پښتو ادب · شاعران
عبدالهادی همدرد
د عبدالهادی همدرد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
زړونهبشپړ شعر ولولئ
زړونه
عبدالهادی همدرد
پر کمه لار چی راځي زه به هوار کړم زړونه
ستا قدمونوته به ګرانی بس پر لار کړم زړونه
چی دی دزړه دنیا په وساتم خوندی يی کړمه
د پاکی مینی خزانو ته پیره دار کړم زړونه
چی دی ده هیلو افسانی ځان ته روښانه کړمه
ستا د خواږه کلام مجلس ته به وزګار کړم زړونه
که می په مینه دزړګی کورته راوبللي
و هر کلی ته به دی هرپلو قطار کړم زړونه
په هغو زړونو کښی چی مینه اوسیدلی نه وی
دمینی مخته به دانه دانه ایسار کړم زړونه
سوی اهونه می دخولی دباندی نه راباسم
کنه پوهیږمه چی څوبه لا افګار کړم زړونه
(همدرده) وایه تا د مینی څخه څه زده کړی
کابل افغانستان ۱۳۸۸/جوزا /۳
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادی همدرد
ما ولیدلي خیاله ګرځیدي دښکلو چم کی
بی شماره درسره چی وي ګیلي دښکلو چم کی
غوغا سوه شورماشور سو چی مین نن سنګسا ریږی
دهر لوری خپری سوی اوازي دښکلو چم کی
چی زړه یی دډ بری غوندي کلک وی هغه دوی دی
ښودلی می ګریوان ریښي ریښي دښکلو چم کی
خاونده دادی څنګه په دی کلی کی مین کړم ؟
ترڅو ته انتظار کړم سري غرمي دښکلو چم کی
ماولیدی په ذکرکي یوښکلی یادولو
په غاړه کی د شیخ چی وی تسفي دښکلو چم کی
داته وی چی خنجر دی وو په لاس کی آی جانانه
پر زړونو چی کولي دي حملي دښکلو چم کی
محفل د فاتحي وو تاندی هیلی وي شهیدی
داوښکو ټولی سوی وي جرګی دښکلو چم کی
دنورو په څیر نه وی تري ژړاوی پورته کیږی
هریو شعر چی (همدرده ) ته لیکي دښکلو چم کی
هندوستان . بنګلور ۲۰۱۰/اکټوبر/ ۱۰
.هلمند . ګرشک
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادی همدرد
ماته مه قهریږه شیخه د هرچا ښکلی خوښیږی
ولا ته هم پرمین یی ولا ستا ښکلی خوښیږی
موږ دورځی ورځو درته ، ته د شپی هم ور روان یي
ستا سهار ښکلی خوښیږی ستا بیګا ښکلی خوښیږی
خالق زړونه پیداکړیدی د آزله څه په مینه
د سید ور سره مینه د آغا ښکلی خوښیږی
چا چی سترګی کچکول کړی او خیرات د دیدن غواړی
بس د کلی په کو څوکو د ګدا ښکلی خوښیږی
شیخه بس ده خدای د پاره د ګناه خبری مکړه
زه ژوندی په محبت یم ځکه زما ښکلی خوښیږی
پر یوه خولګۍ دی څنګه و (همدرد) ته غوصه راغله
ته یی زړه کښی عبادت کړي ستا رښتیا ښکلی خوښیږی
هندوستان نوی ډهلی ۲۳ اګست ۲۰۱۰
. هلمند کرشک
انتظاربشپړ شعر ولولئ
انتظار
عبدالهادی همدرد
زه چی له وخته انتظار ومه بیا هم را نغلې
چی می سری اوښکی تویولی هغه دم رانغلې
موږ درته ونیولی ښی ډیری روژی اختــــره
وختونه تیر سول خو زموږ کلی ته سم رانغلې
لا به تر څو ما تی تڼی څیری ګریوان ګرځمه
ما د ارمان جنازی کښیښودلی تم رانغلــــــــــې
زما چی ارمان ستا د دیدن وو هغه پره نشولــو
خدای پامانی دی د کوڅي سره کوم رانغلــــې
په تصورکی می جانانه ستا انځور جوړکړی
په وچو شونډو دی تصویر را ښکلوم رانغلــــې
د ځکندن پروخت می سترګی ستا پر لور کږی دی
په عمر پټی سوی مایوس له دنیا ځم رانغلـــــې
قسمته څنګه دی زما په ژوندون لوبی وکړې
(همدرد) له غمه د ارمان سلګی وهم رانغلــــې
هندوستان . نوی ډهلی ۲۳/اکټوبر/۲۰۱۰
. هلمند ګرشــــــــــک
هلمندهبشپړ شعر ولولئ
هلمنده
عبدالهادی همدرد
څوک به دی اوښکی کړی در پاکی پرما ګران هلمنده
څوک به دی وګنډی ریښی ریښی ګریوان هلمنده
ستا د عزت شمله یی څرنګه په خاوره کړله
تبا دی غواړم په هرځای کی دښمنان هلمنده
ستا پر هر ګل باندی وریږی اوس دوینو شبنم
رنګین سپرلی دی پلو رل شوی پر خزان هلمنده
بس بی حسابه ځوانی جار شی د ټو پک تر شپیلی
ولی قهریږی درته ځمکه او اسمان هلمنده
ستا په سینه کی د تخمو پر ځای بمونه کری
ددی وګړو واحساس ته یم حیران هلمنده
هریوه خپله برخه ورانکړلي تروسه وسه
بس در ته جوړسوه د لستوڼی ښاماران هلمنده
چی له یا غی څپو دی هر شا عر الهام اخیستی
ستا له هغه څپانده سیند نه شم قربان هلمنده
(همدرد) کوی در ته دعا وی د خالق پدرد کی
نوم دی زرین شه په تا ریخ کی د جهان هلمنده
هندوستان نوی ډهلی ۲۴/جولای / ۲۰۱۰
عبدالهادی همدرد . هلمند ګرشک
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادی همدرد
یو زه وم یوجانان او د یدنونه یوه شپه
له طرف نه اوریدل ګلونه یوه شپه
دشونډو په شرابو می اوبه کړله پریمانه
دډیره وخته تږی ارمانونه یوه شپه
...دانن چی دی کوڅه کی د پښو خاوروته ملنګ یم
ما ستا پر مړوند کړیدی خوبونه یوه شپه
ټوپکه ځوانیمرګ شی دغه ټوله ستا دلاسه
په ساندو مو بدل سوه اتڼونه یوه شپه
لوګری دځوانیو وه راغلی زموږ ترکلی
بی شماره رغړیدله چی سرونه یوه شپه
ټول کلی راته اور شو چی رخصت دی رانه واخیست
دغمه په ژړا وه اسمانونه یوه شپه
نیژدی و چی(همدرد) دی وای وژلی په ځوانی کی
کول چی دی په سترګو ګوزارونه یوه شپه
هندوستان نوی ډهلی ۰۳نومبر ۲۰۱۰
هلمند ګرشک
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادی همدرد
د خدای پامان در څخه ځم ما ده تړلی کډه
ستا له کوڅی نه می پخوا لا ده ایستلی کډه
د انتظار له کلی ځمه د سلګو کلی ته
...د ما یوسی پر اوښه وړم په غم لړلی کډه
د پښیمانی په تړمو اوښکوګریوان مه لندوه
تر جګو غرونومی جانا نه اړولی کډه
د ژوند له سترګو د خوښی خوبونه وکوچیدل
هره لحظه می په سلګوده ژړولی کډه
زه می د پیغلوارزوګانو قاتل خپله یمه
ستا د جفا پر دښت می تږی درولی کډه
چا راته غیږده محبت (همدرده)خلاسه نکړه
د ډیره وخته می پر سر ده ګرزولی کډه
هندوستان . نوی ډهلی ۱/۱/۲۰۱۱