پښتو ادب · شاعران
فضل محمد
د فضل محمد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فضل محمد
چی ساقی وی اومطرب دواره همراز وی
چی مـستی وی دک جـامونه نرم سـازوی
د سـپرلـی نرمه هـواء وی بـوی د گلـو
پـه چـمن کـی د بـلبلـو خــوژ اواز وی
محـبت کـی وسـوسـه دهـجـران نه وی
نـوی یار وی نـوی مـینه مـو اغـازوی
چی حـوانی مـینه مسـتی اوپـسرلی وی
نـوددغـی خـوشحـالی به حـه انـداز وی
مـدرسه دعـشق کی چـااسـرار مـونـدلی
محـمـودگـوره چـی سـر تـیتـی دایـازوی
شـاپـیری د کـوه قـاف یـی مثـل نـه دی
کاش چی عمردجانان می همره درازوی
دجهان شـکلی چی واره سرراتول کـری
شـایـستـه تـری یـو بـدرنـگ د کـتوازوی
دعـظمـت دخـوشحـالوسـپرلـی راغـلـی
چی وی چیرته خوشحالی هلته پرواز وی