پښتو ادب · شاعران
شباب دلاور
د شباب دلاور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
افغانبشپړ شعر ولولئ
افغان
شباب دلاور
زه دهغه اکبرخان توره اوډال یـــــــــــــــــــــم
نړیوالویرغلګروته زوال یــــــــــــــــــــــــــــم
دمیوند دمیدانونوملالۍ یـــــــــــــــــــــــم
دعمرهسکه شمله سپینه پـــــــــــګړی یم
ننګیالی یم غرنی یم غرڅـــــــــــنی یــــم
پیژندلی تاریخونودنړی یـــــــــــــــــــــــم
تودتمونووحشتونوته مشال یــــــــــــــــــــــــم
نړیوالویرغلګروته زوال یــــــــــــــــــــــــــم
لکه غشی تیزله توری اونیزی ځـــــــــم
خپل هدف ته مخکی وړاندی ترحملی ځم
اباسین یمه فرات څپی څپی ځـــــــــــــــم
په ورو ورو به دخیــــبر تر دروازی ځم
ددی عصرمجاهد غازی ابدال یــــــــــــــــــم
نړیوالویرغلګروته زوال یــــــــــــــــــــــــــم
دپامیراوهندوکوش دڅوکو بـــــــــــاز یم
راوتلی انقلاب ته په نازناز یـــــــــــــــــم
یوه چیغه دتکبیر اویوآوازیـــــــــــــــــــم
دجهاد ده ولولوستړی آغاز یــــــــــــــــم
تاریکیوته سپین څرک یمه هلال یـــــــــــــم
نړیوالویرغلګروته زوال یــــــــــــــــــــــــم
ماتی کړی می بی شمیره میـــــکدې دی
مامنلی زندانونه غــــــــــــــــرغری دی
ابراهیم غوندی زغملې مې لمبـــــې دی
(حبیبی) لامې ژوندی هغه جذبــــې دی
زه ده ګران محمد عمردڅنګ بلال یـــــــــم
نړیوالویرغلګروته زوال یــــــــــــــــــــــــم