پښتو ادب · شاعران
حفيظ الله تراب
د حفيظ الله تراب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
اعجازبشپړ شعر ولولئ
اعجاز
حفيظ الله تراب
ما د هند د پري مخې ناز ليدلی
په دنيا مې د جنت اعجاز ليدلی
ستا د عشق په قدم کله خوبان تلی شي
ستا نظر تر عقاب مست پرواز ليدلی
تر قيامته به د ګونګ غوندې خاموش وي
ما يو داسې جانانه همراز ليدلی
چې ګيله ترې په هېڅ شان کولی نه شم
وايه چا دغسې خوږ غماز ليدلي
که محمود غوندې باچا شي نو هم څه پرې
چې تراب په خوب يو ځل اياز ليدل
کابل ۳۱ جو