پښتو ادب · شاعران
صیام پسرلی
د صیام پسرلی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صیام پسرلی
دښمن زموږ د سر سړی نه پریږدي
دلته د سر سړی ژوندی نه پریږدي
پیغلی یې کور کې ایښوده نه غواړي
چې ګودر نشته نو منګی نه پریږدی
له کلی ووتو صحرا ته لاړه
خو هلته هم څوک ليونی نه پرېږدي
زموږ د دین او کلتور دښمنان
زموږ په سر باندې پګړی نه پریږدی
خپلو بچو ته انټرنیټ غواړي خو
زموږ لپاره یو ښوونځی نه پریږدی
دلته بدرنګه د خزان لاروي
د سرو ګلونو ((پسرلی)) نه پریږدي