پښتو ادب · شاعران
عبدالباری عارض
د عبدالباری عارض پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
دکابل چوربشپړ شعر ولولئ
دکابل چور
عبدالباری عارض
د داخلی جنګ دوران او د برهان الدین ربانی حکومت
په دی ښار کی د خوبانو اثر نسته
په مردانو کی هم حس د احسان نسته
زنانه خو وای کمبود دتوان ګــالی
په مردانو کی هم ډار د سبحان نسته
څوک د بل ومال ته غل وی طمع کاندی
چا د بل مځکه غصب کړی حساب نسته
دلته حق دی د یتیم چی خوړل کیږی
هلته بډی رشوتونه،مستنده قضا نسته
یو دروغ وایی چلونه فریبکاری کړی
بل وعظونه کوی ډیر، رفتار یی نسته
کله ښځی دی تیری ورباندی کیږی
کله ښار ټوله تالا سی پرسا ن نسته
ښار ته ګوره ګویا کیږی دی پخپله
هیڅ حاجت هم د شاهد او ګواه نسته
چا کورونه تعمیرونه دی ړنګ کړی
چا نلونه اره کړی خوف د الله نسته
چا د برق ستنی چپه او ټول تالا کړی
بل پلونه کړه ویران ځای دجزا نسته
یوه هم ونی د ټول ښار اره اره کړی
بل راکټ را توغوی پروا یی نسته
خو دا ټولو هم داسلام دعوی کولی
عارض ګوری رسوا سوی بیان نسته
وطنبشپړ شعر ولولئ
وطن
عبدالباری عارض
زه دی قـــــربان سمه له تا افغانستان وطــــنه
ای دمیرویس اوغزنوی اواحمدخان وطــــــنه
ستاپه لمن کی روزل سوی شنه زمریان پراته دی
ستاسردرو باندی گزمه کړی شاه بازان وطــــــنه
ســــــــــتاپه سینه کی بی کفنه شهیدان پراته دی
تا زیږولی غیـــرتمنــه باتوران وطــــــــــــــنه
دایوب جګه شمله به د انګریز په یاد وی
ای د ملالی او اکبر دزانګو ځای وطنه
ایران که هرڅه کوی زموږ ترمنځ حساب باقی
ای د تیموراو شاه محمود او شازمان وطنه
تاکی خـــــــــــــرقه مطهره دمحـــــــــمد پرته ده
تاکی مرقد دی دسخی شاه مردان وطـــــــنه
بت شکــــــنان دی یو احمـــــد اومحـــــمود ندی
ستا ټول زامن دی فاتحان اواتلان وطنـــــــه
د افغان توره دی پرزړه لکه ســــــورلمرځلیږی
ای دطالب اومجاهد اوهرافغان وطــــــــــــنه
هــــډونه مات دزمانی ســول ستاپرســـــره لمنه
دشریعت چیغه دی لوړه تراسمان وطـــــــنه
ته نازنین یی با تمکین یی په ښایست ترهرچا
ای دلاله او د سنبل ، ریحان اود زعفران وطنه
عارض به څومره ستا صفت کړی دصفت خزانی
ته په خوږمن صورت همت کړی په خنداوطنه
وصالبشپړ شعر ولولئ
وصال
عبدالباری عارض
په لیدلو د خپل یار غنچه غنچه سوم
سلام او په کلام خوله خوله سوم
همیشه چی می د فراق اوښکی تویولی
اوس چی وقت دی د وصال لمبه لمبه سوم
ډیر وختونه انتظار په شپه او ورځ وم
خو چی راغی زړه لوګی ایره ایره سوم
زړه می پاک د اب په شان سمندری سوم
په بحری طوفان زه خوار څپه څپه سوم
کوم بڅرکی چی ته وینی زما دزړه دی
په هوا کی نڅیدم شاوخواپیکه پیکه سوم
چی د خضر پیالی راکړی حیاتی دی
ژوند په نوی شکل پیل اشعه اشعه سوم
حال می تاته ښه معلوم دی حاجت نسته
خُم اود مینا څخه روان قطره قطره سوم
په زړه کی پټ لکه انار خون جګریم
چی کارد راغی پر ګردن دانه دانه سوم
د دوو سترګو په محراب کی یی تاثیر دی
چی نظر کړی زما پر خوا زره زره سوم
د ښکلا تعریف یی نسته یار معلوم دی
چی نظر یی کړ پرما زره زره سوم
چی یی لاس د شفقت را باندی کښیښود
زه د شرمه او حیا اوبه اوبه سوم
یار می سترګی تورول رانجه چپه سول
ځان می تیر کړ تر اونګ رانجه رانجه سوم
عارض نسی هیرولای ستا یا دونه
په هریاد دی زه ناتوان پارچه پارچه سوم