د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

وردګ حبیبي

د وردګ حبیبي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

وردګ حبیبي

ګیر له هرې خوانه دنړی یاغي اورپـــــــــــــــــــــــکې دي
تښتي به په کومه ده وتولارې ترې ورکــــــــــــــــــــې دي
هغه زورورهغه مغروراوکبرجن لښـــــــــــــــــــــــــــــــکر
مات شوپه ګـــــــــــونډوشولواولاهم زاره ترکـــــــــــې دي
هغه پرمخ تللی وسا‌یل یې بې معنی دي هــــــــــــــــــــــم
ښکاری چې ناکام یې بې پیلوټه هم چــــــــــــــورلکې دي
داوطن شخ بریتی اوباطورباطور زلمي لــــــــــــــــــــــري
ځکــــــــــــه دپردیوله دې خاورې نه پښې سپــــــــکې دي
دلته په دې غــــــــــــــروکې دشاهین دحملو ښکاردی نن
ویستی یې له دې توروکارغـــــــــــــــــــــانونه بڼکې دي
ښکاری چې په زغــــــــــرو اوبمونوطیارونه شو لــــــه
ځکه یې دسولـــــــــــــــــــــــــې هلی ځلې نن چټکې دي
دلته کوم پـــــــــــردي چې «حبيبي » په زورراغلي دي
غرونه اودرې یې په ککروباندې ډکــــــــــــــــــــــې دي