پښتو ادب · شاعران
زرلشت حفيظ
د زرلشت حفيظ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
دوطن ځوانانوته پيغامبشپړ شعر ولولئ
دوطن ځوانانوته پيغام
زرلشت حفيظ
تاسي دسولې لوړهمت شئ داوطن ابادکړئ
دګران هيوادملي وحدت شئ داوطن ابادکړئ
دخپل وطن ديتيمانو اوښکې تاسي پاک کړئ
دخپلواکۍ ننګ اوغيرت شئ داوطن ابادکړئ
مونږ دجنګونو قربانيان شو يوشتم پيړۍ کې
تاسي دسولې سعادت شئ دا وطن اباد کړئ
چې حرکت نکړي خومړ وي څوک يي نه پړکوي
تاسي دژوندښه حرکت شئ داوطن ابادکړئ
پردي نو څه لري چې تاسي يي لرلی نه شئ؟؟؟
دګران وطن اصلي قدرت شئ داوطن ابادکړئ
هرڅه په پوهه باندی کيږي علميت حاصل کړئ
دعلم اوپوهي جماعت شئ داوطن ابادکړئ
حفيظ دسولې سترکاروان ته هرکلۍ وايې تل
دجنګ پرضديوسترقوت شئ داوطن ابادکړئ