پښتو ادب · شاعران
محمدهارون خپل
د محمدهارون خپل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
افغان ناتاربشپړ شعر ولولئ
افغان ناتار
محمدهارون خپل
د بياض د غزلي په اقتفا
د افغان په مېنه ګورئ څه ناتار ګډ؟
په سرو، مال او ناموس يې څه بازار ګډ؟
کنډ کپر باغ و ګلشن ته چې نظر کړم
ته وا راغله تورکارغان په لاله زار ګډ
چي زمري بې له هيبته لړزېدله
نن يې ګوره په حرم سپي و حِمارګډ
د چنګېز او د ګورګین دوَر را ياد سي
چي دا وينم کُشت و خون په خپل تبارګډ
غوڅوي يې د ژوند وني په څو رنګه
کور په کور، کلي په کلي يې ښامارګډ
د پردو ټکي، بلاوي پرې را اوري
ورور، تربور يې هم ټولۍ کي د اغيارګډ
هغه ورځ به خدايه کله را رسيږي؟
چي په کور د رقيبانو دا يلغار ګډ
چي د آه و درد لمبې يې اسمان سوځي
د هارون په زړګي ربه څه انګار ګډ؟