د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالله بهار صافی

د عبدالله بهار صافی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالله بهار صافی

په زړه زخمی شوم قرار نه موندم
سره اننگی د زړه ملیار نه موندم

د پښتنو په چم کی غت شومه زه
هغه سره توره زه د یار نه موندم

شادو کارغه په کی ازاد گرځیږی
د پړانگ زمری هغه کردار نه موندم

کارغه د زرکی قدمونه زده کړه
دام یی په خپو کی گدم وار نه موندم

چی به سل تنه ټول په شمار غلی ؤ
هغه سړی او هغه تار نه موندم

په مخ څپیړی خورم بی شماره سوکان
زاړه یادونه می د پلار نه موندم

چیرته به غرونو کی گرځیږی اشنا
دی بد نصیبه ډیر بهار نه موندم