د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحیمه پښتونجار

د رحیمه پښتونجار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

چغهبشپړ شعر ولولئ

چغه

رحیمه پښتونجار

نن مې سبا راته د اوښکو مرغلره راکړه
چې ېې فطرت کې د الله په لور سجدې بهیدې
ما په دې لوري د سجدو په قدم
ورو، ورو قدم ایښوده
ما د قدم په سجده
یو لاروی لټوه
یو لاروی د حرم
یو لاروی د پریښتو د کلي
ورته کاته مې چې ناڅاپه د سجدو په قبله
ګډ شو توپان د غورځیدلو ستورو
د مرورو ستورو
چې ېې د عرش د غیږې
پاکې لمنې په تاو
کې سور قران راوړی
د لوی ایمان د لورې
د امیدونو قران
د حکمتونو قران
هغه حکمت چې ېې په چغو چغو
راته وایلې بنده
د حکمتونو خاوند
درته قران کې د صبرونو ښابیرۍ لیږلې
ستا هری چغې ته ېې
د صبر انتها لیږلې
تاته د صبر چغه
د امیدونو چغه
د حکمتونو چغه
د پاکې مینې چغه
د پاکې مینې چغه

وارث تهبشپړ شعر ولولئ

وارث ته

رحیمه پښتونجار

ولې مې رټې ولې له ځانه مې شړې ګرانه؟
ولې را نه ځې، ولې یوازې مې پریږدې ګرانه؟
ځان دې په وطن کې پښتنو ته شرموې ګرانه؟

ته مې شوې وارث د ارمانونو د شیبو ګرانه
ماچې زړه راټول کړ له دردونو له غمو ګرانه
اوس مې له حارث، بلاله ولې بیلوې ګرانه؟

ته پوهیږې ولې د مور حق ځان ته یو نام لري؟
ځکه چې جنت د مور د پښو لاندې مقام لري
ته له دې جنته سترګې ولې اړوې ګرانه؟

تا باندې زړګیه واجب کړی حق زما الله
هر مومن لپاره یې فرض کړی حق د مور الله
ولې مې عزت په سپکو سپاندو خرڅوې ګرانه؟

راشه اوږه راکړه، لاس مې ونیسه چې ریږدمه
ستا په اندیښنو کې یمه ورکه زه یریږمه
ګوره چې غورځیږم نور مې ولې ځوروې ګرانه؟

ته مې د سر سیوری، هم د ننګ هم د غیرت سیوری
ستا په سر و لیرې د هر غم او هر ستم سیوری
اوس مې د عزت پوړنۍ ځانه سره وړې ګرانه

زه دې ته ځوریږم داسې ورځ درباندې رانشي
تاته پښتنو کې جوړ د ننګ دا یو پیغور نشي
مور چې ساتی نشې دا وطن به څنګ ساتې ګرانه؟

ومې کړه پوښتنه هم دې مور هم دې عزت یمه
ما پورې سرلوړی هم دې ننګ هم دې غیرت یمه
ولې مې د غرب وږو لیوانو ته پریږدې ګرانه؟

ډیره موده وشوه چې رنځوره در پسې یمه
ځان نه یم بې ځانه د طبیب په ارادې یمه
څوک مې تورې زلفې څوک ښکلا راته ستائي ګرانه

تا دې خپله مور چې د پردو وطن کې پریښوده
داسې بې اسرې دې کړه سر توره مور دې پریښوده
نور به دې طعنو ته سترګې هروخت ټیټوې ګرانه

ته بې ننګه نه ئې، بې ننګي پریږده بې ننګوته
راشه د عزت پوړنۍ بیرته کړه په سر مورته
بیا به پښتنو کې سترګې څنګه غړوې ګرانه؟

درې ګلونهبشپړ شعر ولولئ

درې ګلونه

رحیمه پښتونجار

رانه دي ورک ګلونه
راڼه راڼه مې دي پراته د زړه په تل ګلونه

اوښکو کې پټ ماته ښکاره زما غمجن ګلونه
شوه رانه لیرې په سپيرو دښتو کې
پښو ته پراته دي د اغزو زما په سجدو ګلونه

رانه دي ورک ګلونه
د پریښتو ګلونه
د ښاپیریو د کمڅو ګلونه

ترینه ټوکیږي د لونګو د خوشبو ګلونه
هم د رنګینو ګلغټیو د وږمو ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
چا د ښکلا په عمر ئې نن د خزان ترخې سیلۍ راوستي
څوک ئې د پرخو د بڼو په څوکو
د بیلتانه د سړې غیږې جنازې ښخوي
څوک لوټوي ئې ښکلا

څوک کړوي یې وفا

هر خواته ګورم لټوم مې د حیا ګلونه
رنګ مې د کور د زړه په ګور زما آشنا ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
د حکمتونو خدایه
د پریښتو د لمن

د سیوري لاندې ئې خوندي لرې زما گلونه

زما د وارث، زما د حارث زما د بلال ګلونه
زما د ټاټوبي ټول تنکي ښکلې ځوانان ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
راڼه راڼه می دي پراته د زړه په تل ګلونه
اوښکو کې پټ ماته ښکاره زما غمجن ګلونه
رانه دې ورک ګلونه

تندې وم نيوليبشپړ شعر ولولئ

تندې وم نيولي

رحیمه پښتونجار

تندې وم نيولي:

رحيمه پښتونجار
پرون مې تا سره خبرې وشوې
ما
ويل چې بس دي

يو مودې لپاره
ټوله شپه ما کړله شوګيره
ستا خيالونو سره
ستا خبرو سره
دسبا دم شو
د
خدای د عبادت نه وروسته
ځان راته هسې ښکاريده
چې څه مې ورک دي
چې څه مې نشته
چې مې ښه ځان ته پام شو
زه ومه ډيره تږي
ستا دخبرو تږي
ستا دخوږو خبرو
تندې وم نيولي !!!