د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالحی مطمئن

د عبدالحی مطمئن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

دمینی او وینی کیسهبشپړ شعر ولولئ

دمینی او وینی کیسه

عبدالحی مطمئن

لکه شبنم چې نرۍ پاڼې دګلاب وخوړې
دګوتو څوکی می تارونو درباب وخوړې
**
دبیلتانه قاصده کله دبښلویې ته !
په سورکو شونډو دی مسکاوی دشباب وخوړې
**
ته! چې ساغر په کاڼو ولې درندانو شیخه
لکه چې ستا ګناوی هم دچا ثواب وخوړې
**
زموږ دوینی ،مینی دواړو یوه کیسه وه پکې
چازموږ څو زرینی کرښی دکتاب وخوړې
**
داباسین غاړې سپیرې شوی سر حدي پښتونه!
ستا دشنو ونوپاڼی کوم ؟خانه خراب وخوړې
**
دښاپیرو بنګړي (تورخم) کې په کوتکو مات شول
ډیری تنکۍ ځوانۍ جیلونودپنجاب وخوړې
**
یاد یي لره!هیر به می نشي تورلینګیه اشنا
زموږدتن غوښې خو تا! په ستر قصاب وخوړې
**
مصرۍ دي ګونګی، غږدی ورک دی مطمئنه یاره!
ښکاری چې ته! هم دحالاتو اضطراب وخوړې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالحی مطمئن

ملاعبدالحی مطمین چي د طالبانوداسلامي تحریک په وخت کي دکندهارداطلاعاتو کلتور ریس اودملا محمدعمر اخند ویاند و یو د هغو منځلارو طالبانوڅخه دی چي نه یوازي پر وطن مین مبارز پاته سوي بلکي دیوریشتني انقلابي قلم په لرلو سره ئې په ډيرو سختو حالاتو کي په پوره مړانه د خپلو ویرژړلو نغمو له لیاري خپله افغاني مینه توده ساتلي . داچي نوموړي د طالبانوله مهمو سیاسي مشرانو ګڼل کیده نود نوموړي شاعري هم دده دژوند د هر پړاو ځانګړي انعکاس دځان سره لري چي دده پښتنه مینه له ورایه پکي لیدل کیږي. حقایق ئې په زغرده ویلي او چاته ئې سرټیټئ ندل منلی . نوموړي د بېنوا پاڼي سره ځانګړي قلمي همکاري لري چي مخکي ئې هم ځیني شعرنه بېنوا پاڼي خپاره کړي دي . دده په مخکنیو شعرونو کي ځیني داسي بیتونه پیلی سوي دي چي د ډيرو خلکو ناجوابه سیاسي پوښتني جوابولی سي . نوموړي اوس اوس یوڅو تازه غزلي تر بېنوا پاڼي راراسولي دي چي یوه ئې نن ستاسي مخ ته ایږدو

غزل

چې دنغمو ژبه ګونګۍ شي اوډم خوب ځنګوي
امام جومات ته له ایمانه سره یوځای راشي

چې مطرب شپه په رباب رڼه کړي په غفلت ویده شي
د وږمـې وږم لـه اذانــه ســره یوځای راشي

دجومات ونه کې چڼچڼي قطارونه جوړ کړي
ماشوم سبق ته له قرآنه سره یوځای راشي

دازموینې دې تیارو کې څوک ایمان وساتي
څوک ایمان بایلي له زیانه سره یوځای راشي

خالق ته وصل شي، شهیدشي دمخلوق په وړاندي
دوصال زیری له هجرانه سره یوځای ر اشي

ګلاب شکومه خو اغزي رانه منګول زخمي کړي
وار درقیب هم له جانانه سره یوځای راشي

زه یې رقیب ګڼم ګریوان ته یې لاس واچومه
لاس ته یې زړه هم له ګریوانه سره یوځای راشي

ددوست دښمن توپیرهم کله کله ورک شي رانه
جنګ ته کافر له مسلمانه سره یوځای راشي

بیامو دننګ پرمیوند نوې معرکه جوړه شي
ملاله بیا له ایوب خانه سره یوځای راشي

دوطن پېغلې ستاخوښي اوغم پر یوه ورځ راځي
پرشونډو اوښکې له پېزوانه سره یوځاي راشي

سترګې په لاره مضطرب اوناقرار اشناته
بیا "مطمئن" له اطمنانه سره یوځای راشي

غروببشپړ شعر ولولئ

غروب

عبدالحی مطمئن

د اباسین غاړې سپېرې شوې سر حدي پښتونه!
ستـــــــا دشنو ونو پاڼې کوم خانه خراب وخوړې ؟
دښاپېرو بنګړي (تورخم) کې په کوتکو مات شول
ډیـــــــــرې تنکۍ ځوانۍ جېلونو د پنجاب وخوړې
یاد یې لـــــــــــره! هېر به مې نشي تورلینګیه اشنا
زمـــــــــوږ د تن غوښې خو تا په ستر قصاب وخوړې
مصرۍ دې ګونګې، غږ دې ورک دی مطمئنه یاره!
ښــــــــکاري چې ته هم د حــــالاتو اضطراب وخوړې

ملاعبدالحی مطمین چي د طالبانوداسلامي تحریک په وخت کي دکندهارداطلاعاتو کلتور ریس اودملا محمدعمر اخند ویاند و یو د هغو منځلارو طالبانوڅخه دی چي نه یوازي پر وطن مین مبارز پاته سوي بلکي دیوریشتني انقلابي قلم په لرلو سره ئې په ډيرو سختو حالاتو کي په پوره مړانه د خپلو ویرژړلو نغمو له لیاري خپله افغاني مینه توده ساتلي . داچي نوموړي د طالبانوله مهمو سیاسي مشرانو ګڼل کیده نود نوموړي شاعري هم دده دژوند د هر پړاو ځانګړي انعکاس دځان سره لري چي دده پښتنه مینه له ورایه پکي لیدل کیږي. حقایق ئې په زغرده ویلي او چاته ئې سرټیټئ ندل منلی . نوموړي د بېنوا پاڼي سره ځانګړي قلمي همکاري لري چي مخکي ئې هم ځیني شعرنه بېنوا پاڼي خپاره کړي دي . دده په مخکنیو شعرونو کي ځیني داسي بیتونه پیلی سوي دي چي د ډيرو خلکو ناجوابه سیاسي پوښتني جوابولی سي . نوموړي اوس اوس یوڅو تازه غزلي تر بېنوا پاڼي راراسولي دي چي یوه ئې نن ستاسي مخ ته ایږدو .

غروب
زېړمازيګردى سيلۍ تونده اوبيا ودريږي
دچنارپاڼوته تړک ورکړي رو رو وبوڼيږي

دګڼو ونو دڅولښتو مينځ کې زيړه وړانګه
دځنګله غولي کې دشمې په څير وځليږي

تونده سيلۍ لښتي پر يو بل راسپرې غوندي کړي
خوځنده وړانګې ځي راځي پريوځاى نه دريږي

ددنګ چنارپه ورستۍ څانګه خوري ټالونه بلبل
ستړى ستومانه اوخوب وړى دى رو رو چغيږي

دپاڼوشور ورته اسانه موسيقي چوړوي
بلبل سندره وايي پاڼې په هرلور کږيږي

چنارپه ټول قامت سر ښکته اوبياپورته يوسي
څانګې پرمخ کړي راخورې اوپريوه پښه ګډيږي

شفق له سرو ګلونو ډګه لمن رو رو راځي
ګلابي وړانګې داسمان په کنارو خوريږي

هرسيلاني ددې تابلو بس څوګړۍ وي دلته
دخوږ ژوندون خوږې شيبې وي ډيري ژر تيريږي

ددې کوتا محفل دپاى شيبه دلمر غروب وي
چې لمر رخصت شي ددې بزم ګډونوال ستنيږي

دمازيګر رنګين ترکيب کې لمردروح په څير دى
چې لمـر ترې لاړشي نورله يوبل سره نه اوسيږي

زموږ دخوږ ژوندون مثال دى دغه زيړ مازيګر
چې روح ر خصت شي نور له هرچا نه هرڅه پاتيږي