پښتو ادب · شاعران
عبدالرحمان ژوندی فراهی
د عبدالرحمان ژوندی فراهی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
جانانهبشپړ شعر ولولئ
جانانه
عبدالرحمان ژوندی فراهی
ستا دسترګوپه کتو کی زه غرقاب یم
میــــــــــخانه یمه پـیاله یمه شراب یم
راشه پورته می پرسرکړه چی نشه شی
هم مستی یم هم هستی یم هم دریاب یم
زما درړه دروازه ستا پرمخ پرانیستی
که طواف کوی راځه پرانیستی باب یم
دامات زړه می لاس کی ونیسه جانانه
دژوندون پراخ جهان کی په حجاب یم
راته و وایه ژوندیه ستا معشوق یم
ستا لیدلو ته بیحده په شتاب یم