پښتو ادب · شاعران
نور احمد حيران
د نور احمد حيران پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نور احمد حيران
/ پکتيا
دا کلی ښه دی په جانان ښه دی
ځکه مې ژوند ښه دی ګزران ښه دی
وايي جانان ياري کې خوند پيداشي
بس کله کله خو هجران ښه دی
چې پکې ته نه يې خوږه دلبره
له دغه کلي بيابان ښه دی
ښه دی چې راغلې ليونی ومه زه
اوس مې ريښې ريښې ګريوان ښه دی
بل سړی ستا دومره ناز نه شي زغمئ
ناز دې په ځان مني حيران ښه دی