د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالله جان ملتيار

د عبدالله جان ملتيار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

ګام پــــه ګامبشپړ شعر ولولئ

ګام پــــه ګام

عبدالله جان ملتيار

جنوبي پښتونخوا
څوستړي ارمــــانـونــــه ګام پــــه ګام در پسي ځـــي
هُم زړه در پسي ځــــي،اوهــــم ارام در پـــسي ځــــي

سپوږمۍ دڅورلسم يـــې،داووم اسمان پـــرغولي
جرګـــــه دسپـينوســـتوروپــــه ســـلام در پسي ځـي

لـــه خيالـــه يـــې لويــــدلي دی ډک جام دجــــنتونــو
زاهــــددخـــلوتــونو،نـــــن بـــــدنــــام در پسي ځـــــي

چي لمرغونـدي نِـــهام شې، تردې توروغروجانانه
سرې اوښکي مــي له سترګوهرماښام درپسي ځي

غــروردزلـــيخـــا چـــي، ستــادهـــري ادارنـــګ وي
يوسف دزمــانـــــې بـــه خودغُــــلام در پسي ځــــــــي

دميـــني پــه سِکه دي ، لاپخـوارانــه زړه واخيست
لګـــيادی،اوس مي ژوندهم په لــيلام درپسي ځي

نــورڅــــه ويلای نشي مــــلتـــيار، بــــې له تـــايــاره
هــــم خيال در پسي ځـــي ،اوهم کــلام درپسي ځـي

غاټـــولبشپړ شعر ولولئ

غاټـــول

عبدالله جان ملتيار

چـــي دغاټـــول اودر يــــدي غونــــدي راورسيـــــدې
خوږه وږمه شوې ، دسپرلي غونـــدي راورسيدې

لکه نــــــــظــــر دشــــــنوخالـــــــــو،اوانــــــــنګوپـــرلاره
د يارتـــــرسترګــوسلايـــــي غونـــــدي راورسيـــدې

چي مي يوعُمرانــــتظار پــــه هرنــــــوبت کــــي وکــــــړ
دعشق خمار تــه بــــياساقـي غونــــــدي راورسيدې

پــــــه دروغــــــجن تـــــسل دي لاردزړه غلـــطه نـــــکړه
غمه نــــــن بيا دبرايـــــي غــــونـــــدي راورسيــــــــــدې

چي مي دشپوڅانګي،دژوندپر پُولوشولې وچـــي
په داسي وخت کي تـــه مالي غوندي راورسيــــدې

بيالکه اېـــــښمه دسپرلي په مستو مستوڅاڅکـو
تر وچو شونـــــډوسِراحــــــي غونـــدي راورسيــــدې

تـــاچــي لمن پـــــه مُحـــــــبت دکــــــوم سـړي ونــــــيول
نـــــن پــــه هغـه پسي سړي غونــــــدي راورسيـــــدې

چي دي سوړ زړه دعشق په سترواوربټيو تــودشو
دسترګو جنګ ته نن (ميري) غونـدي راورسيدې

رقــــــيبه ماچـــي دګلـــــرنګه جانــــان نــوم واخيستـو
ته يي وڅنګ ته داځــغي غونـــــــــــدي راورسيـــدې

ته خو دميني په وجـــــودکي تــرخپـــل زړه راتېروې
تــــه ولــي داسي دپـــــردي غـــونــــــدي راورسيدې‌‌؟

چي دي ګـــر يوان اولمـــن څيــري ملتـــياره شونـــن
د يــار تــــــرکـــوره لــيونــــي غونـــــدي راورسيـــــدې

سپرلیبشپړ شعر ولولئ

سپرلی

عبدالله جان ملتيار

جنوبي پښتونخوا :

دادکوم سپرلي ګلاب يم ،په لمبوکي ټوکــــــــــــــــيدلی
ستا ښايست اوکـــــــــه شباب يم،په لمبوکي ټوکيدلی

دلوګـــــــــــي په ګونګه ژبه ،تراسمانه پورتــــــــــــــه کيږم
ترنګ دچوپ رنځوررباب يــــــــم ،په لمبوکي ټوکيدلی

ته په منځ کـــــــــــي دسکروټو،ګام په ګام راپسي راغلې
زه دسروشونــــــــــــــــــډوسِراب يم ،په لمبوکي ټوکيدلی

بس دميني مُعجِزه ده ،پرهمــــــــــــــــــــدې اورنۍ مځکه
شين داوښکوپه سېلاب يم ،په لمبوکـــــــــــي ټوکيدلی

ستا نمرود،نمرودښايست به ،لانورڅه اِمتحان غواړي
دخـليل دتاريـــــــخ باب يــــــــم ،په لمـــــــبوکي ټوکيدلی

پـــــــــه لوستوبه يي کــــــــړي هيري ،افسانې ددوږخونو
ستادميني جوړکتاب يم ،په لمبوکــــــــي ټوکيدلــــــــی

پردې سروسوځلودښتو ،به غوټـــــــۍ دنرګيس سپړي
تعبيرستادښُکلي خـــــــــواب يم ،په لمبوکي ټوکيدلی

چي ټول ژونــــــديـي پــــــه ويلو ،نن لوګی دملـــتيارکـړ
دجانــــــان منفي ځواب يــــــم ،په لمبوکـــــــي ټوکيدلی

تر و ر و ستي څار هبشپړ شعر ولولئ

تر و ر و ستي څار ه

عبدالله جان ملتيار

&n
bsp;
اوس دي کوم خيال زماپه باب دی،دادی ځمه درنه
جا نا نه نن دي څه
ځواب دی ، دادی ځمه د رنه

نور په نغمو کي د رته ، خپل دردونه نشم سپړای
دا مي ورو ستی ترنګ درباب دی،دادی ځمه درنه

د خپلو ا و ښکو په څپو به د م
ګړی و را نېږ م
ژوند مي په څېر د يوه حباب دی ،دادی ځمه درنه

ز ه د
ي هر پل ، لکه نظر تل په لېمو کي سا تم
ستا چي رقيب تل په رکاب دی ، دادی
ځمه درنه

هغه ز ړ ګی چي د نمر و د له ا ير و لا ل و و ا ته
ستا د
ښکلا په ا و ر کباب د ی ، داد ی ځمه د ر نه

د خپل منز ل له کر ښو و رکه
طو فا ني کښتۍ يم
تر ورو ستي څا ر ه لوی در ياب دی ، دادی ځمه درنه

نو ر ملتيا ر د غه د و ه مخی مذ هب نه منمه
د ا مي ګنا د
ه که ثو ا ب دی ، د ا د ی ځمه د رنه

جنوبي
پښتونخوا :

مست هلمندبشپړ شعر ولولئ

مست هلمند

عبدالله جان ملتيار

مست هلم
ند &nbsp
;
په مست هلمند کي دي بهيږي،اوس غمجني اوښکي
پر هر
ه ژ به د څپو يې ، فر يا دو نه پر ا
ته
ګونګه بورا په ورټ-ورټ ژاړي پټ له ځا نه سره
په هر ګلبڼ کي
پاڼي ، پا ڼي سر ه ګلو نه پرا ته

اوس دي دبام له پاسه
نه ګرځي سپينکۍ کو تري
ځکه چي ځا ی يې، اوس خوني هليکو پترو ونيو
هم دي دکلي ماښامونوته ،هاسپيني رمې نه رادرومي
تو رو لېو ا نو ځا ی په څنګ کي ، د وندرو
ونيو

د لته سند ر ي ، په ګړ زا کي د بمو نو و رکي
بڼونه سوځي ، د و رېت شوي بلبل چيغي مړې د ي
مو ږ له غمو ، او
نا ور ينو ، سره عا دت نيو لی
لو ی حا ديثې مو دهر جبر او س پر سر سړ
ې د ي

پويم (حبيبه) چي به ته هم اوښکي - اوښکي ژا ړ ې
د شمعي
ژوند دي په قسمت کښي تل ازل کر لی
تا د ( کامران ) ا و لس لپاره ، رب
خواستونه غوښتل
بيا دي په لپه کښي نن تور رقيب غوبل کر لی

نه دي باګرام کښي ترکي پيغلي اوس اتڼ اچوي
نه نا رنج ګل ته دي، له چينه شاپېرۍ را درو مي
پر هره د ښته دي خو
ني غشي با ران او ريږ ي
نه دي وطن ته له ختنه ، او س هو سۍ
را درومي

چي تر قدم ستا دبا با و و، د اسو نو لا ند ي
له هغه خاور ي اوس را الو زي ، لمسو ن با دو نه
هر تمد ون م
ي د شعو ر له ښا ره کوچ کړ ی د ی
د ژوند بېړ ۍ مي ځنګو ي ،
دغه مجنون با دو نه

تا ته زه څله د انځو ر په ، ژ به
حال د ر لېږ د م
تاخو پرد ېس کښي ، هم څو ځله خپل زړګی چاودلی
ضمير کا ڼه به دي
، په سوو چيغو څه خبر شي
اه ! چي نه چا دي ، کوم پيام او کوم
وصېت منلی

په سويډن کښي مېشت پښتوپا ل افغا ن
حبيب کا مران صېب ، ته ډالۍ !