د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

داود تپاند

د داود تپاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

داود تپاند

ښکليه ياره ! که په هره خوا به تلې،تلې
زما سترګې به پر لاره تاپسې،تلې
د ګلاب پر سر د پرخې کيسه دا وه
چې په سرغرمه پر ښکلي مخ خولې،تلې
اسويلي نه و، اهونه، نه و ياره
له دې زړه نه مې لوګي وتل لمبې تلې
زه د شمعې غوند اور د عشق اوبه کړم
کنه شپې به په ما هسې هم راتلې،تلې
د لمرمخيو د ديدن خبره نه وه
له ناکامه به په لمر پسې زرې، تلې
ما يو ښکلي ته د زړه خبره وکړه
په دې لاره به د ښکلو قافلې،تلې
تپان دا يو چاته وويل او چوپ شو
اخ ته څرنګه په زړونو کې ختې،تلې.