پښتو ادب · شاعران
فاضل ابوالفضل
د فاضل ابوالفضل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
کــــربلا:بشپړ شعر ولولئ
کــــربلا:
فاضل ابوالفضل
هريوزړ ه چي درد په وير دکربلاکه
منور دي خدائ په دين اوپه دنياکه
(۱):چي له ميني دحسينه بهره مندوي
هغه زړونه نن هم وير اوهم ژړا که
(۲):کربلا دهداياتو پوهنتون دئ
هرغافل ددغه درس به ځان رسوا که
(۳):هرسړي چي ايماندار وي دا به وايي
هریزید اویزیدان دي خدائ تباه که
(۴):نن هم بيا دیزیدانو شورماشور دئ
خدائ دي بيا موږته حسين راپيداکه
(۵):اوس هم ډېردیزیدانوثناخوان دی
خدائ دي تنګه پردوئ دا ارض و سماکه
(۶):چي پرکومه لار کاروان دکربلاتلَيْ
هغه لار دځان دپاره مقتداکه
(۶):په قيامت چي را حاضرسو شاه حسينه!
ابوالفضل هم غلام ستاددرګاه که