د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالحق غرنی

د عبدالحق غرنی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالحق غرنی

دمازیګرپه ټپومسته نغمه واره شپیلئ
زما په ذهن کي دیره ده په کراره شپیلئ

زه لیونی نه یم خوغم دي زوره ورده اشنا
دګودر لار کي چی وهمه اوس په جاره شپیلي

مخکي دي مادمحبت دښکالولارڅارله
اوس مي په ګوتو کی تاویږي انتظاره شپیلئ

مادپی مخوپرواستا په مخ ساتلې اشنا
په شنه سهارکي هم وهمه ستادپاره شپیلئ

دمحبت دزندګي شپونکي ته ووایه چي
زموږدچم جونوته تل غږوه یاره شپیلئ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالحق غرنی

په شنه اسمان اودسپوږمۍ په هغه سپينه شپه کي
يوستورى وايي ستااحوال راته زرينه شپه کي
دخيال کېږۍ مي ستا دغره په څوکه ودروم
دزلفووږم دي رادرومي په سپرلينه شپه کي
دخوب په اس باندي سپاره ستا غزلين يادونه
په درب مي ويښ کړي دغزل هغه رنګينه شپه کي
څنګه خوشبين څنګه خوشال څنګه خندېږي را ته
دوصل زېرى دبېلتون دغه غمګينه شپه کي
مستي نغمې اودګډا دابختوره نړۍ
انځورانځورمي ده په زړه په دې شېرينه شپه کي
دښکلاګانودمالت هره ذره ذره کي
په خداي چي تا وينم جانانه په مهينه شپه کي

دپکتيکا له خيرکوټ څخه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالحق غرنی

دشعرپرڅانګوچي غزل راوريده جانانه
خيال کي مي ته وې او له تاسره به تله جانانه

دستورونوم وه دښايست په سندريزاسمان کي
دحسن لمرته مخکي يويوپريواته جانانه

ستادسرکوشونډودتاب خبري کمي شولې
له زړه مي تاوشوستا تېره تېره باڼه جانانه

دژونددمستي ناوې ټيک ته به غزل ليکمه
که چيرته ستا يادونه شوخواره واره جانانه

ستاديادونوفلسفه ده خودشعرپه ژبه
دخيال په مټه چي له خولې نه شي خپاره جانانه

دکايناتولدې درستي فضاښکلي ژوند کي
ته مي په زړه يې که يم ويښ اوکه ويده جانانه

دپکتيکا له خيرکوټ ولسوالۍ نه