د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحيم سکندر

د رحيم سکندر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحيم سکندر

 درنه درومي ته لا خاندې سړی بايد وژاړي
 د بادشاه جانان پر وړاندې سړی بايد وژاړي
 څه خوږه پږه روژه وه هم خرما وه هم ثواب
 د واړه اختر شپه باندې سړی بايد وژاړي
 زه پښتون يم زه تکړه يم ،زه د مرګ کيسه کې نه يم
 خو چې واورم د چا ساندې سړی بايد وژاړي
 نور مې تور له سترګو بيايي؛خو جانان مې راته وايي
 خالي سترګې دې کړې تاندې سړی بايد وژاړي
 خوشالۍ او خنداګانې سکندره کړه ودانې
 خو په شرط له دېنه وړاندې سړی بايد وژاړي

 د واړه اختر شپه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحيم سکندر

/ خوست

ته غواړې له ما نرمه نغمه ګله
وی ولې نه شل وارې خوږه ګله
اوښکومې له پښونه غېږ در تاو کړله
وغوړېږه ومې بښه وه ګله
غرونو که د واورې کفن واغوستل
زه به يې پګړۍ شم ته غنچه ګله
رقص کې دې له سره خويېدلې ده
تکه شنه د پاڼولوپټه ګله
ستا له رنګ خوږبو بلا شهرت لري
هو! نوپه تا څه يې ورځ څه شپه ګله
وخ له خور یتيمه راته پاتې ده
کورکې سکندر ساتي وړه ګله
د شپې دوه بجې او پنځلس دقيقې د زيارمل تڼي حجره
2012/1/24