پښتو ادب · شاعران
خالدهادي حیدري
د خالدهادي حیدري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
36 خپاره شوي شعرونه
دډېوړندکرښهبشپړ شعر ولولئ
دډېوړندکرښه
خالدهادي حیدري
دادډېوړند په زور تپلې کرښه
دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه
دا ورور له وروره بېلولای نشي
دا پښتنه مینه ویشلاې نشي
داد انګریز د نفاقونو لومه
دا د پنجاب د پلانونو لومه
چي یو وجود غوندي سړي بېلوي
څوک په غلجي او دراني بېلوي
زما په کور کي چي دا اور بلیږي
زما یتمان چي کور په کور ژړیږي
زما پر سر چي دا بمونه اوري
زما جنازې چي لور په لور ي دورومي
څوک مي په نوم د ترهګر یادوي
څوک مي بې علمه ټول ټبر یادوي
څوک مي ویاړونه حماسې ورانوي
څوک مي د پلار نیکه شملې ورانوي
د ټولو جړ دی دا بدنامه کرښه
راځئ چي پاکه کړو تمامه کرښه
یو به کړو واړه لر او بر پښتانه
چي شي راټول پر یو ټغر پښتانه
نیویارک
بې وسي !بشپړ شعر ولولئ
بې وسي !
خالدهادي حیدري
دادسپرلي په غيږ کي
داچي سهار تاته سندري وائې
داستا د ميني تلاوت چي کوي
دغه مارغان چي په خپلو سرو مښوکو
ستا د تعظيم لپاره
ستا نذرانې ته هره ورځ سپيني بڼکي راوړي
او په سېلو سېلو
ستا له دربار څه په نغمو تيريږي
نو
زما مي هم روح خوار هسي وتپيږي
ستا و حضور ته الوتل درغواړي
خو
د وجود پنجرې
د بې وسۍ په لومه ټنګ نيولی
الباني ، نيويارک
د ژوند سندره !بشپړ شعر ولولئ
د ژوند سندره !
خالدهادي حیدري
دا سندره
اخ . دغه خوږه دغه د خوند سندره
دا زما د ميني زما د ژوند سندره
چي زه ئې هرکله وتاته بولم
څمره کيف لري
مامي و داسي يو جهان ته بوزي
چي هلته
ستا دا وريښمين او ملايئم لاسونه
زما پر خوار وجود
داسي له ميني تاو وي
لکه پروته چي له وني تاو وي
ستا د ښکلا شغلې وي
ستا د ښايست ستا د جمال کيسې وي
او
ستا د سيوري پر غوړيدلي تصوير
يواځي زما سجدې وي
نيويارک
عبادتبشپړ شعر ولولئ
عبادت
خالدهادي حیدري
څوک ېې په ذکر په تسبو يادوي
څوک ئې لمونځو کښي په سجدو يادوي
څه ، عبادت خو بس همدغه نه دی
چي ئې د اوښکو په ويالو يادوي
منصور ته چا ويل چي ولي وائې ؟
د انالحق نوم دي ګناه لري
ده ول همدا ئې عبادت وګڼه
مجنون چي سترګي ګريوان وښوړاوه
دده مطلب خو د ښکلا خالق و
د ليلا نوم ئې عبادت وګڼه
دغه سندري چي وتاته وايم
دا عبادت نه دی نو څه دی؟ وايه !
په هر کلام کي ېې رازونه پټ دي
دغه رياضت نه دی نو څه دی ؟ وايه !
الباني ، نيويارک
اخـــــــــــــــــــــــــــــــتره !بشپړ شعر ولولئ
اخـــــــــــــــــــــــــــــــتره !
خالدهادي حیدري
اختره !
ته زما ومنه
زموږ و کلي ته نور مه راځه
ځکه دا ستا سيوری
ماته ژړاوي راوړي
اخير اختر دی
زما ماشومان په چغو چغو ژاړي
نوي څپلۍ نوي جامې غواړي
ها خو واړه دي په دې نه پوهيږي
خو
ته زما ومنه
زموږ وکلي ته نور مه راځه
ټوله پوهيږي
چي د جګړې ماينونو
زما پښې پرې کړي
اوس نو ته ووايه
په دې معيوبه وجود
څنګه پېسې وګټم
او
هغوی ته جامې رانيسم
دوشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د لړم ٩
ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــانبشپړ شعر ولولئ
ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــان
خالدهادي حیدري
نن د اسمان ناوې
د سپيني وريځي
په پړوني باندي مخ پټوي
(خو)
نرم شمال ئې
لکه يو شوخ ماشوم
د سپين پلؤ په څنډو لوبي کوي
( او)
پرتندي ئې
هغه زرين خال
هغه لمرين خال
د څو شېبو لپاره وځليږي
کاش چي همداسي يو ځل
دا ستا د ميني ملايم لاسونه
زما او ستا تر منځ
هغه نازک حجاب ته ښور ورکړي
نور به مي ژوند ته د پای ټکی کښيږدم
اميستردام ، نيويارک
د جنوري 5 \ 2006
دسندروبېړۍبشپړ شعر ولولئ
دسندروبېړۍ
خالدهادي حیدري
نيمه شپه ده
خلک ويده دي
توره تياره ده
هلته له ليري په نژدې کلي کي
د سپو غپا ده
خو
په ګودر کي د اوبو شور دی
نری شمال دی
په دنګ چنار کي د پاڼو شور دی
اسمان زرين دی
د ستورو سترګي له ليري رپي
سپوږمۍ ويده ده
توره تياره ده
نيمه شپه ده
خو
زه لا ناست يم
د چنار ډډي ته
تاته سندري بولم
او
لکه ماشوم
د خپل کتاب د سندريزو پاڼو
له کاغذه ځني بېړۍ جوړوم
په دغه نيمه شپه کي
زه ئې وينمه
دغه رواني اوبه
په دې توره تياره کي
دا دسندرو څخه ډکي بېړي
د فريشتو د سپينو لپو په څير
ستا تر کلي دروړي
خدايزده . . .
چي تاته به در ورسيږي ؟ ؟
الباني / نيويارک
مناجاتبشپړ شعر ولولئ
مناجات
خالدهادي حیدري
ای باداره زمــــــــــــــانګـــــــــــاره
دغه ســــــــــــــــر مي نذرانه دی
ستا په پښو کـــي په سجده دی
په غوښـــــــــــتنه په ګــــــيله دی
يو نظــــــــــــر رابانــــــــــدي وکه
چي هوس مي راژونــــــدی سي
په مستۍ کـــــــــــي ليونی سي
بيا مي روح تــــــــه سپېلنی سي
په هامينه کـــــــــــي مي ډوب که
چي غــــــــــمونه پکښي موښلي
چي مرګــــــــــــــی ورځني تښتي
چي په زهـــــــــــــــرو کري دښتي
دخـــــــــــــيام پر کور مي شپه که
چي رنـــــدان وي وچ حلــــــــقونه
شرنــــــــــګوي خالي جامـــــــونه
زه هســـــــــتي کړم سرنــــــــګونه
هغــــــــه اور خو راتــــــــه بل که
چي ســـــــتا مينه په ډيـــــريږي
چـــــي دوږخ ځني لړزېــــــــــــږي
چي جهان ځــــــــــني بيريـــــږي
هغه ســـــــــــر درڅخه غــــواړم
چي له عقــــــــــــــله په لړزه سي
و فلـــــک ته غړغــــــــــــــړه سي
و مستۍ ته په ســــــــجده سي
په يو شــــــوخ زينار مي قيد که
چي له ژونـــــــــــدڅخه بيزار سم
د زاهــــــــــــــــد د سترګو خار سم
ستا په مــــينه کـــــــي په دار سم
د صهـــــــباء په کوثـــــــري جام
نن ســــــيراب خوار حيدري که
ټول زخــــــــــــمونې ناسوري که
خو ژونـــــــــــــــدون يې ابدي که
کويټ ١٨ مارچ ٢٠٠٣
وچکاليبشپړ شعر ولولئ
وچکالي
خالدهادي حیدري
پلني پلني وريځي راسي
داسمان مخ په سپېره سي
دبادونو څخه جوړه
د سيلۍ يوه نغمه سي
دوړ دوړکه په نڅاسي
ليونۍ ليونۍ کيږي
د هسک لور ته توري خاوري
له کوڅو څه په هوا سي
***
هغه وچي شوړي سترګي
چي سپرلي ورځني ورک وي
هغه شونډي چي پتري يې
د کلو د تندي نخښه
بيا د هسک پر لوري وا سي
دباران تمه پيدا سي
خو؛
زه يې پېژنم اسمان دی
زموږ کلی خطاباسي
ستړي سانديبشپړ شعر ولولئ
ستړي ساندي
خالدهادي حیدري
ستړي ساندي
دشپو په غــــــــــــــيږ کي مسافر تنکۍ سهار ويده دئ
په زړه زخمي لکه لاله پر لالـــــــــــــــــــــــــه زار ويده دئ
هلته جامــــــــــــــــــونه دي په سرو وينو جانان ډک کړي
دلته نن زما پر ســـــــــــــــــــينه سل ځايه پرهار ويده دئ
خزانه بيا د فــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنا کرښي پر تندي وليکه
چه ستا ترشا په خلوت کي شـــــــــــــــــين بهارويده دئ
اشنايـــــــــــــــــــــــــــــه ! مه وهه ملنډي په پرديسو زړونو
په هر زړګي کي سرې سکروټــــي سور انګار ويده دئ
کچکول د ميني ورته راوړه دديـــــــــــــــــــــدن سوالګره
چه پر سپين مخ ئې سور شفق لکه انــــــــــــــار ويده دئ
خدای (ج) خو پر پاشي درحـمت څاڅـکي په مينه مينه
چه په ها ښکلي مدينه کي زما نــــــــــــــــــــګار ويده دئ
له ډيره غمه حــــــــــــــــــــــــــــــــــيدري ستا دديدن په تمه
په ستړو ساندو ژړغـــــــــــــــــــــونئ ستا پر لار ويده دئ
الباني ،نيويارک ١٧ / ١١ /١٣٨٠