د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالاحد جبارخیل

د عبدالاحد جبارخیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالاحد جبارخیل

 

په زړګي می نن وریږی شپه به تا سره کومه
دا وعده می نن ده کړی شپه به تا سره کومه

درځــــمه درپـــسی کـلي ګـودر ته نن جـانانه
پردیسۍ نه په تنګ شوی شپه به تا سره کومه

مـــنګی رباب ســــتار مــــی ډيــــر یادیــږي
ښایسته مازدیګری دی شپه به تا سره کومه

پوهیږم چه یریږی د خولګۍ او د مستۍ نه
دغو ټولو نه توبه ده شپه به تا سره کومه

د عصر عاشقان نن کومی کومی کانی وکړی
زه خو تږی د دیدن یم شپه به تا سره کومه

 

د محک په یادبشپړ شعر ولولئ

د محک په یاد

عبدالاحد جبارخیل

    
خوږ ژبی شاعر او لیکوال ارواښاد احمد زبیر محک چه تازه خپلی زده کړی یی په هندوستان کی تر سره کړی وی، څو ورځی مخکی یی خپل ژوند د یوی ترافیکی پیښی له امله  د لاسه ورکړ.
ارواښاد احمد زبیز محک یو تکړه ځوان او یو بااستعداده محصل وو. نوموړی په خپلو زده کړو کی هم ډیر مخکښ وو. او د ادب په دنیا کی یی ډیر مینه وال درلودل .

ارواښاد محک په شاعری کی خاصه خوږه ژبه او خوږ انداز یی درلود او د همدی له امله خلکو ورسره ډیره مینه ښووله، دافغانستان د مینی په هکله یی ډیری لیکنی او شعرونه هم موجودی دی. ارواښاد محک د هندوستان د پونی په ښار کی د اقتصاد پونځی څخه د فارغیدو وروسته خپل اصلی ټآټوبی افغانستان ته د ډیرو ارمانونو سره ستون شو.نوموړی د افغانستان لپاره ډیر ښه فکر درلوده. د وطن د آبادی او د قومونو د یوځای کیدو ډیر سوچونه او ارمانونه یی درلوده چه دا هر څه یی د ځان سره پانی دنیا نه یوړل.د هند په پونی ښار کی د ارواښاد محمد زبیر محک لپاره پرلپسی دری ورځی د قرآن عظیم الشان ختمونه وشول چه په سلهاو تنوافغان زدکړیالانو پکی برخه اخستی وه .
روح د ښاد وی.

 

اختره
اختره څه کوی چی دلته راځی

دلته ږغونه دتوپونو خیږی

دلته دا دنګی داښایستی جونګړی

په سرواورونو دباروت سوڅیږی

دلته دمینی ورورګلویو پرځای

وحشی ږغونه دنفرت خیګیږی

دلته دمظلوم اوبیګناه په وینو

تیره تیغونه دظالم سره کیږی

ماشوم لاسونه دنکریزو پرځای

په ګرمو وین ودبابا رنګیږی

په دی دظلم دوحشت بازارکی

انسانیت اومینه نه چلیږی

دادتور تم او تورو شپو ملګری

په روښنایی دژوندون څه پوهیږی

احمد زبیر محک