د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صابر (تیمور

د صابر (تیمور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر (تیمور

  ټـول تلونکي وار په واردي پایګا د هیڅ چا نشته
څوک وړاندې اوڅوک وروستوبقادهیڅ چا نشته

مـــه کــړه تبـــاه د آخــــرت قــــیمــتی ژونـــد دې
هـمـیشــه ژونـــدون پـه دا دنیـــا د هیڅ چا نشته

ددنیــا حــکــایتــونـــو نـــه هـمـدا ســبق زده کـړه
ګـــرم يـــو مــونـږ پخــپلـه ،خــطا د هیڅ چا نشته

وفــــا، خــلــوص، محـبت، ګـــناه، مــکــر اوفـــریب
دا ټـــولــــه لاعــــلاجــــه دي دوا د هیڅ چا نشته

د (صــابـر) ډیــر اعــتبـار وو پــدې خــپلــه یــارانـه
دهیڅ درد مې درمل نه شول وفاد هیڅ چا نشته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر (تیمور

 

چې لري یوښکلې کوربیا تش مکان څه پکار دې
چې یقـین دې په چا نه وي بیا ګمان څه پکار دې

بـې اعـتبـاري ده ،بـې اعـتبـاري ده پـه دنیـا کـې
چـې دایـې صـفـتونـه وي انسـان څـه پـکار دې

که دې دماغ کـړکۍ دې خـلاصې شـي پوهیږې
کــه نـه بیــا صـرف عــمر په جــهان څه پکار دې

چـې د آفـتونـو مـخه هـیڅ څـوک نه شـي نیـولې
بیــا دولــت او داغــرور او پهــلـوان څـه پـکار دې

کـه خـوشـحالـي هـم راسـره تـل پـاتـې نـه شـو
بیـا بادشـاهـی او جسـم او ځـان څـه پـکار دې

چـې پـه زړه کـې دې هــیڅ څـیز تـمـنا نه وي
بې سـود ,او بې سودا خالي دکان څه پکار دې

دا خـپل اعــمال هــم بــدلـول غـواړي (صابره)
چې تیر شي دا وختونه بیا ارمان څه پکار دې

ارمانبشپړ شعر ولولئ

ارمان

صابر (تیمور

ارمان

دعــلـــم پــوهـــی څـــو کـــــاروان راولــه
دجـهـل طـوفــانـوپه ځــای عرفـان راولــه

دمــاښــــامــونــوتـیـــاری لــری کـــړه تـه
هـــرخـــوا رڼــــاکــړه څـــراغـــان راولــه

ســـپـرلـیــه ســتـاپــه انتــظـــار یــمـــه زه
زمــــا پـــه وطــن, تـه ګــلســـتـان راولــه

د(صـابر)پـه زړه کـی لوی ارمان دی دغه
راشــه پــه مــونـږ ښــه حـکمران راولــه

متحده عرب امارات

ننګرهارهبشپړ شعر ولولئ

ننګرهاره

صابر (تیمور

په هروقت ګل اوګلزار یی ننګرهاره
دبــلــبلو په چــغهار یی نـنګـــرهاره

چــمــنونه اوبــاغـــونه لــری ښــکلی
خزان نه لـری تل بـهار یی ننګرهاره

ســتادآبـادی کوښــښ کومه تـل لـپاره
دامی وعـده دامی اقرار یی ننګرهاره

ننګرهارچه دننګ هاریی دادی نوم دی
دافــغـان دپیــغلـوهــاریی ننــګــرهاره

ښکلی غـرونواوډاګونونه دی ځارشم
په رښـتیاچه ننـګرهاریی ننګــرهاره

زه صابربه همیشه ځان درنه ځارکړم
وایــم زمـادزړه قـراریی ننـګـرهـاره

متحده عرب امارات. دبی

هغه زه یمبشپړ شعر ولولئ

هغه زه یم

صابر (تیمور

په هرځای کی سرګردان دی هغه زه یم
چه پری وتی پری اسمان دی هغه زه یم

دربدر خاوری په سر ګرځم هر ځای کی
ټول دنیاته چه حیران دی هغه زه یم

د غمونو سره ګیر یم و تلی نه شم
تل ترتل مشت اوګریوان دی هغه زه یم

یر غلګرو هم کتلی راته سپک دی
چه د هرچا جنګ میدان دی هغه زه یم

صابر وایی قصه به درته لنډ کړم
چه می نوم افغانستان دی هغه زه یم

متحده امارات دبی

پسرلیبشپړ شعر ولولئ

پسرلی

صابر (تیمور

راغی پسر لی ګو ره بلبل په چغهار راغی
مستی هواګانی شین طوطی په ګفتار راغی

ښا ښونه ټول دونی هر خواته شول رنګینی
بورا شو په خندا چه خوشبو ی مزیدار راغی

ګډیږی ملخان وهی ټوپونه په هر ځای کی
چیندخه په سازونو په ټوپونو تلوار راغی

وریږی په سرو شونډو یی شبنم نری نری
دی ښکلی چمن ته زما یار په سینګار راغی

کینه پدی با غ کی تما شه و کړه صا بره
غوټی په غوړیدو شوی زما زړه ته قرار راغی