پښتو ادب · شاعران
حاجي عبدالوهاب صدیقی
د حاجي عبدالوهاب صدیقی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
یارزمابشپړ شعر ولولئ
یارزما
حاجي عبدالوهاب صدیقی
چې دلبر دکل جهـــان دی یارزما دی
ډېر مشفق اومهربان دی یار زما دی
دښایست ثاني یې نشته ورته ګوره
چې یې نوم په هرزبان دی یارزمادی
نالیدلي یې دمخ عاشقان ډېر دي
هرعاشق چې ترې قربان دی یارزمادی
هم دجهل په تیارو کې رڼایي ده
چې ښایسته پرې اوس جهان دی یارزمادی
دجهان خوبان ترې ټوله صدقه شــــه
سرقطار چې دخوبان دی یار زما دی
نور څه نه وایم زما دسترګو توردی
زخمي زړه ته چې درمان دی یارزمادی
چې یې نوم دی محمد زه ترې قربان شم
هم الله ته چې ډېر ګران دی یارزمادی
ما وهاب دی خپله زړه ورته بایللی
چې مې نور دخپل ایمان دی یارزمادی