د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

څېړنيار محمد داود ناظم

د څېړنيار محمد داود ناظم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

د ملالې حماسېبشپړ شعر ولولئ

د ملالې حماسې

څېړنيار محمد داود ناظم

 

ظفر - خيبر دواړه مناري دي د افغان
زړه كې د ملالې حماسې دي د افغان
انګريز، چنګيز، روسان دي شرميدلي دلته
پاتې پاني پت كې آزانګې دي د افغان
د وينو په قيمت مو تل وطن ګټلى
ځكه مو له غرو هسكې شملې دي د افغان
نه ما نه مې بابا ده استعمار منلى
ځكه مي په ژبه ترانې دي د افغان
ميوند خيبر مې د دښمن په وينو سره دي
څوكې مې د غرو جنګي قلعې دي د افغان
سترې د غيرت نښې محمود او احمد شاه
توره د اكبر كې نغارې دي د افغان
تل به مونږ په خپلو وينو ساتو دا وطن
عزم د ناظم كې ولولې دي د افغان
ّپه درنښت

ښكلې ناوېبشپړ شعر ولولئ

ښكلې ناوې

څېړنيار محمد داود ناظم

 

د خيالونو په تارو ګلې راځه
يا دعشق په پلوشو ګلې راځه
اغيار تړلي لارې د يارانو
خيرده كله په خوبو ګلې راځه
لمر ستا له خوا راخيجي ورته ګوره
ما ليدو ته په شغلو ګلې راځه
ازغن سيمونه دي اغيار نيولي
له ازغو په وينو سرو ګلې راځه
لاسونه، پښې په وينو سره خالونه
سره په وينو له پيرو ګلې راځه
ازغو نه په كتو مې جذبه راغله
لږه تم شه په ګلو ګلې راځه
دا ازغن سيمونه ټول به نړوم
ښكلي ناوې په فرشو ګلې راځه
ناظمه لر او بر پښتانه يو كړه
د خوشحال په قدمو ګلې راځه