پښتو ادب · شاعران
حافیظ مایار
د حافیظ مایار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
د زړه پرهربشپړ شعر ولولئ
د زړه پرهر
حافیظ مایار
د زړه پرهرته مسکیدلي ماکتلې تاته
په وچو شوڼډو خندیدلې ماکتلې تاته
زخمي زخمي وی ای زړګیه ستاګناه څه کې وه؟
په خپلو وینو شټیدلې ما کتلې تاته
د امیدونو جنازې دپاس اسمان ته تللې
حیران حیران به دکتلې ماکتلې تاته
تابه دمینې محبت ددرس کتاب لوستلو
تا دمجنون کیسې کولې ماکتلې تاته
اوس نودخپل دزړګي وینې به د څښې ملیاره
چې په هرچابه غولیدلې ما کتلې تاته