د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صداقت غورځنګ

د صداقت غورځنګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صداقت غورځنګ

غزل

خیالونو کړم په مخه د ارمان غیږي ته لاړم
څومره بختور یم د جانان غیږي ته لاړم

غوټۍ د پيغلو هیلو مې د ورایه په خندا دي
بهار مې په بڼ راغی د بوهستان غیږي ته لاړم

زه لکه بورا په ګل سوری ټټر ازغو کړمه
اوس د خپل طبیب او درمان غیږي ته لاړم

لاړ هغه وختونه چې تصویر ته مې سجدي کړلې
نور له دې نړۍ د بل جهان غیږي ته لاړم

ماته هغه ستړی ژوند حرام په ارام واخوتل
خلاص شوم له دوزخه د اسمان غیږي ته لاړم

راشه ای غورځنګه چې د ژوند په خوږو پوه دې کړم
ستا په عشق کافره د ایمان غیږي ته لاړم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صداقت غورځنګ

ستا غوندې کار جانانه نکومه
مينه په جار جانانه نکومه
 
د چا خبرو پسې مه ګرځيږه
رضا د پلار جانانه نکومه
 
دا خپل زړګې درله پخپلو درکوم
دا په ريبار جانانه نکومه
 
ته مې باڼه په خنجر مه يادوه
زه به ګذار جانانه نکومه
 
دا کليوال ددي روزګار وتي
بس دې سينګار جانانه نکومه
 
په هر غزل کې به دې وستايمه
د ټپو وار جانانه نکومه
 
غورځنګ همداسې ملامته ښه دې
نور پري اعتبار جانانه نکومه
 
انعکاس راډېو
 خبرې څانګه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صداقت غورځنګ

که مونږه دواړه د يو بل نشو نو څه به کاوه
دا راته ووايه چې ژوند به کاوه نه به کاوه

بيا هم ژوندون دي دې کې هر رنګه خبرې راځې
بد خو دې ورک شي مړه يار خير دې ښه به کاوه

که خلک هر څه ، څه ووايې سر پرې مه خوږوه
مونږ د زړونو غلامان غلامان خوښه د زړه به کاوه

ته دې د مور نه په بهانه زمونږه کور ته راځه
ښکلې قيصې د تير وختونو په باره به کاوه

څنګ په اسانه دې غورځنګه دا خبره وکړه
په يو اختر او بل اختر کې تله راتله به کاوه

المه راشه راپخلا شهبشپړ شعر ولولئ

المه راشه راپخلا شه

صداقت غورځنګ

زخمي زړگي ته مي دوا شه
غوصه دي پريږده په خندا شه
گودر ته ځم راپسي راشه
زه به منګي په لپو رو رو ډکومه

ورته د عمر انتـظار کړى
زړه سم په لومو کى ايسار کړى
پرى د غمونو جوړ بازار کړى
چى مرور شى ځان به خوار کړى
معشوقي کله مرور پخلا کوينه

زړه ته مى ننويستى خپله
تا چى ويل ما به منله
په ژبه گونک شوم په پښو شله
پاس به گودر ولاړه گله
نصيب د چايي اوبه زه درخيژومه

زه به تر گوره درته کينم
چرته بي کوره درته کينم
د زړه له زوره درته کينم
يو کال به نوره درته کينم
زيارت خو نه يم چى جنډى به دې ساتمه

هغه له زړه نه راته ګران دى
د ستمونو يي باران دى
زما ترى سر او مال قربان دى
په ما يي زر منه احسان دى
چى جانان ټول کلى پريږدى ما له راځينه

هغه راکړى زړه دى واخله
خواږه مى را تراخه دى واخله
غمونه غره درانه دى واخله
راشه ائينه رانجه دى واخله
نه دى يارى کړم ندى نښي ګرځومه

زما دا ستا او ستا زما دى
پدى خبره ټول گواه دى
دا څومره بدى سترگى ستا دى
سترگى دا ستا سترگى زما دى
ما تاته کله د يارى ويلى دينه

غم دى زما په اوږو بار دى
زړه مى د چا سره ايسار دى
د مسافرو وران بازار دى
سبا مو بيا د کډو بار دى
په سر به پنډى چلوم په زړه غمونه

زما ناښاد زړگى به ښاد کړې
زاړه يادونه را په ياد کړې
بيا به بهار جلال اباد شې
افغانستان به خداى اباد کړى
په گاونډيانو به ميچن وچلومه

هيڅوک زما په شانتى مشه
د غمازانو زور اوبه شه
زور دې د خپل زړگې اوبه شه
په ما دى وکړه په تا وشه
په کور دى راشه بى بارانه سيلابونه

زړه خو مى غواړى چى تا هير کړم
په ناکراره رنځ دى ګير کړم
غمونه ټول لاهو په نير کړم
يو کال به بل وطن کى تير کړم
چى ستا د حسن دوران تير شى رابه شمه