پښتو ادب · شاعران
فريد احمد تسکين
د فريد احمد تسکين پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
طرحي مشاعرهبشپړ شعر ولولئ
طرحي مشاعره
فريد احمد تسکين
د رفيق مهران ، فريد احمد تسکين ، نويد زيري او هجران احمدزي طرهي مشاعره
زنه غوټۍ خوله ګلاب
زه يم بورا ته ګلاب
مهران
بيا بهار بهار شولو
وړم به يار ته سره ګلاب
تسکين
ژبه د اشنا ښکاري
پاڼه د کاږه ګلاب
زيری
زه يې ښکلومه تل
شونډې د هغه ګلاب
هجران
تابه راليږلی وي
را به وړي اوبه ګلاب
مهران
ور کړه د ديدن اوبه
مړاوی مې شو زړه ګلاب
تسکين
زه خو پکې تا ګورم
ته غواړې په څه ګلاب ؟
زيری
زه درپسې مړيمه
ته د ژوندانه ګلاب
هجران
ماچې پرې ويشتلی وی
نه ببری و نه ګلاب
مهران
سرې شونډې يې پرانيستې
ته وا غوړيده ګلاب
تسکين
څومره به مې وستايه
تابه نه مانه ګلاب
زيری
باد که دخزان نه وی
نه به رژيده ګلاب
هجران
مخ يې شو خوله،خوله
تانه شرميده ګلاب
مهران
زه به شوم ذرې ذرې
تا چې به ويشته ګلاب
تسکين
شنې سترګې اوسره ليمه
پاڼه کې ويده ګلاب
زيری
زه ورختی نه شمه
پاس دی پر کمره ګلاب
هجران
ورک شه د سهرا ښکلي
يار مې د کاله ګلاب
مهران
سترګې مې خوږې شوې پرې
رنګ دی دهغه ګلاب
زيری
وړمه يې په لپه کې
غواړي لږ اوبه ګلاب
هجران
کټ مټ تاته درته و
جيب کې مې ساته ګلاب
مهران
زيريه اوس خو ته وايه
چېرته به وي ښه ګلاب
تسکين
زه لکه نرګس پناه
دی را غوړيده ګلاب
زيری
خدايه پرې باران وکړې
تږی دی د غره ګلاب
هجران
ستا تګ له رقيب سره
بار لکه په خره ګلاب
تسکين
ما ويل چې نوم دې څه؟
تا ويل چې زه ګلاب
زیری
دې کلي کې څه دې نور
پرته له يوه ګلاب
هجران
دا د تسکين نښه ده
ساتمه يې زه ګلاب
تسکين
پاڼې ته ور ټيټ شولو
اخلي ترې نه خوله ګلاب
زيری
۵/۴/۱۳۹۱ چنګاښ
پکتيا مرکز ګرديز نوی ښار د هجران احمدزي جونګړه د شپې دولس بجې
پانګهبشپړ شعر ولولئ
پانګه
فريد احمد تسکين
/ پکتيا
د مور د ورځې په وياړ
پانګه د هرڅه د ژوندانه مې يې
ته چې ماته کړې هره دعا ادې
تپ تياره ژوندون مې شي رڼا ادې
سا مې بس په تا پورې تړلې ده
ته یې زما روح او ته مې سا ادې
هغه،چې پخوا درباندې ګران ومه
هغسې پخوا خو؛ مينه را ادې
پانګه د هرڅه د ژوندانه مې يې
بې لتا به څه کړمه دنيا ادې
ستا په ليدو خوښ شمه تسکين شمه
يې مې د هر رنځ لره دوا ادې
۱۳۹۱/۳/۱۲ اتفاق مېنه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
/ پکتيا
ستا د يادونو چې جانانه زمزمې کومه
زه به ډېر خيال د دغې نوې وظيفې کومه
ستا له تګ وروسته مې د زړه په خونه بم پريوتی
زه به څه چاره د دې ورانې کنډوالې کومه
ښکلا دې نه لري سرحد د پټيدلو نه ده
ګلرنګې زه به څه صفت د دردانې کومه
داځل پکتيا کې بيا بهار راغی ګلاب شوي دي
داځل به يارته په ډالۍ کې ترې غونچې کومه
دا کړاوونه زه د ځان لپاره نه ګالمه
تسکينه غم زه د راتلونکې زمانې کومه
۱۳۹۰/۱۲/۲د شپې دوه بجې اتفاق مېنه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
/ پکتيا
ما د يوچاسره په چا ورانه ده
لکه تيارې سره رڼا ورانه ده
دا جينۍ څه په زړګي چک لګوي
دا بې پيلوټه ده بلا ورانه ده
وايه زموږه خونه چا ورانه ده
پښتونه تا ورانه ده ما ورانه ده
ته مې د زړه د بورجلونو ستن يې
د زړګي خونه مې بې تا ورانه ده
تسکينه دهن ته غزل نه راځي
ښايي د شعر ښاپېرۍ بيا ورانه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
/ پکتيا
زه افغان ماشوم يمه سوالګر يمه بې کوره يم
زه له ماشوم والي يتيم شوی يم بې موره يم
نه هغه ښايست لرم او نه هغه ځواني او زور
زه افغانستان يم ويرځپلی يم بې شوره يم
اوس هغه مورجانې ستا پر شونډو دعا نه لرم
اوس هغسې يمه خو کمزوری يم بې زوره يم
خدای ج خبر چې ولې مې له ښکلو څخه نه کيږي
دا دی بوډا شوی رسيدلی ان تر ګوره يم
اوس خو مې تسکينه په غزل کې يادوه ګله
هسې هم په کلي کې دا ستا په تهمت توره يم
د شپې لس بجې د رحيم سکندر د لاندې درد ناک بيت تر اغېزې چې په ټيليفوني پيغام کې يې راته راولېږلو
وخ له خور يتيمه راته پاتې ده
کورکې سکندر ساتي وړه ګله
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
/ پکتيا
دپخواپه شان مستي درسره نشته
تورې څڼې منصوري درسره نشته
شېخه خوارشې دالوګی له کومې راغی
چې دبنګوسراحي درسره نشته
دمچۍ غوندې به سره شولې ګلرنګې
هغه زور،هغه ځواني درسره نشته
ناقرار زړګی مې ښه تسکين تسکين کړه
څوجامونه یه ساقي درسره نشته؟
چې پخوادې دګلاب په نوم بللم
هغه مينه اوراستي درسره نشته
ښايي بل ياردې پيداکړلوتسکينه
زماغم خواوس بيخي درسره نشته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
پکتيا
په کرکه خېلوکې له مينې ډک ډک زړونه لري
څه بختوردي په تياروکې څراغونه لري
زه به دچا ،چا دزړه ملهم دزړه پټۍ شمه
دلته خو هرسړی بلابلا دردونه لري
زه چې ستايل دمحبت اودجامونو کوم
شېخه په کوم کتاب کې دي چې عذابونه لري
دمحبت کتاب لوستل ورته نورنه دي پکار
داخلک قورمغزي لکه کاڼي غوندې زړونه لري
هغه پخواچې تادګل ګذارپرې هم نه کاوه
هغه تسکين دې شوګېرې کوي غمونه لري
۱۳۹۰/۴/۲۹چنګاښ دخوست اوګردېز لويه لاره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
که ډېر غمونه وي لالیه بیا مستي هم ښه وي
که مرګی نه وي نو سرشاره زنده ګي هم ښه وي
که له امو تر اباسینه د خپل کور ساتل وي!
پښتون زلمیه په وطن، خو قرباني هم ښه وي
کله ناکله د ساقي د لاس پیاله هم ښه وي
کله نا کله لا مکان او بېخودي هم ښه وي
کله ناکله په ګل مخو پسې کور ته ورځه!!!
کله نا کله ځان رانغاړه خاموشي هم ښه وي
کله ناکله په یو څه! او په یو چا! پسې ورک!!!
کله ناکله د تسکین وجود ګرمي هم ښه وي