د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شفيق الله رنځور

د شفيق الله رنځور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شفيق الله رنځور

ښه په سرو وينو خمار دي په دې ښارکې
باور وکړئ ټول خون کاردي په دې ښارکې
ماچې چاته هم يوه غيږه ورنه کړه
بدرنګۍ ټولې کتار دي په دې ښارکې
زه په کمو که په ډيرو کې به راشم
يو څوښه خلک په شمار دي په دې ښارکې
خپل وطن راته دوزخ که ګرځيدلی
پوی شه واړه ګناه کار دي په دې ښارکې
چې د مور سرمايه نه لري په کورکې
د رنځور په څېر ډېر خوار دي په دې ښارکې
  / پکتيا